نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي
ځايي چارواکو اعلان کړی چې د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د پوهنتون د محصلینو د یوې څو پوړیزې ودانۍ د نړېدو له امله لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي

دا ودانۍ د ډهلي پوهنتون سوېلي ودانۍ  ته نږدې په "ستیا نیکیتن" سیمه کې، چې د محصلینو د استوګنې  ګڼ مرکزونه پکې دي، غرمه مهال ونړېده. له پېښې سمدستي وروسته د ژغورنې پراخ عملیات پیل شول.

د ډهلي ایالتي وزیرې "ریکھا ګوپتا" په اېکس (ټویټر) کې په یوه بیان کې ویلي: "د بېلابېلو ادارو ټیمونه د 'جګړې په کچه' چمتووالي سره د ژغورنې عملیات پر مخ وړي."

بېړنیو ټیمونو ۱۱ تنه له کنډوالو را ایستلي او ځايي روغتونونو ته یې لېږدولي دي.

چارواکو ویلي چې څلور کسان د هند د طبي علومو انسټیټیوټ (AIIMS) ټراما سنټر ته له رسېدو وروسته مړه شوي، او پنځم کس چې روغتیایي حالت یې نازک و، وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د روغتون چارواکو څرګنده کړې چې درې ناروغان لا هم تر درملنې لاندې دي، یو کس د بدن د غړو جراحي شوې او یو بل کس چې لږ ټپي و، له درملنې وروسته رخصت شوی دی.

پلټنې روانې دي:
د ډهلي پولیسو په وینا، دغه نړېدلې ودانۍ چې له ۴۰ تر ۵۰ کلونو پخوانۍ وه، یو تلک (بېسمینټ) او پنځه پوړونه یې درلودل. چارواکو تایید کړې چې د ودانۍ د نړېدو پر مهال په تلک کې د ترمیم چارې روانې وې.

پولیسو ویلي چې تر اوسه یې د "دازه لیلې" په نوم د دې استوګنځي د چلونکي "آنند بنسل" پر وړاندې لومړنی معلوماتي راپور  نه دی ثبت کړی.

د هند لومړي وزیر نریندر مودي د دې تراژیدۍ په اړه غمرازي ښودلې او دا پېښه یې "دردونکې" بللې ده. د مودي دفتر په اېکس کې لیکلي: "له هغو کسانو سره خواخوږي ښیم چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي. د ټپیانو د ژر تر ژره روغتیا لپاره دعا کوم. چارواکي په سیمه کې بوخت دي او له ځپلو شویو سره مرسته کوي."

په سیمه کې د نورو ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.

وپلټۍ
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي