د اروپا د بیارغونې او پراختیا بانک (EBRD) اعلان کړی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د تورکیې د پاکې او نوي کیدونکي انرژۍ په پروژو کې ۶ میلیارد ډالره پانګونه وکړي. دغه نوښت په انتالیا کې د ملګرو ملتونو د اقلیم کنفرانس (COP31) په ترڅ کې پیل شو او موخه یې دا ده چې تر ۲۰۴۰ کال پورې د تورکیې د لمریزې او بادي انرژۍ ظرفیت ۱۷۵ ګیګاواټو ته ورسوي.
پازشکیان: پر ایران بریدونو چاپیریال ته دروند زیان اړولی .
د ایران ولسمشر مسعود پازشکیان وایي، په اسالویه او تهران کې د ایران پر تېلو تاسیساتو د امریکا او اسرائیلو بریدونو فضا ته ۱.۵ میلیون ټنه کاربن ډای اکسایډ خپاره کړي دي. نوموړي په تورکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیم سرمشریزې پر مهال، واشنګټن او تل ابیب د چاپیریال په پراخه ویجاړتیا تورن کړل. هغه وویل چې په اسالویه کې د تیلو په تاسیساتو د بریدونو سره ۵۰۰ زره ټنه او په تهران کې بیا د تیلو په تاسیساتو په بریدونو کې یو میلیون ټن کاربن ډای اکساید فضا ته خوشې شوي دي.
د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
په ابوظبي کې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ له دوه ورځنیو خبرو اترو وروسته، ټاکل شوې چې د امریکا استازي مسکو ته لاړ شي ترڅو له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او وروسته په ډوبلین کې له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره لیدنه وکړي. د امریکا مذاکره کوونکي جیرید کوشنر ویلي چې دواړو لورو تر دې دمه د بندیانو پر تر ټولو لویې تبادلې هوکړه کړې ده. د ویلو ده چې دواړو خواو تر اوسه پورې کوم رسمي رقم ندی اعلان کړی.
په غزه کې پر ناصر روغتون برید؛ شپږ فلسطینیان وژل شوي.
د غزې په جنوب، خان یونس کې پر ناصر طبي کمپلیکس د اسرائیلو په هوايي برید کې د یوه جراح ډاکټر په ګډون لږ تر لږه شپږ فلسطینیان وژل شوي او تر شلو ډېر ټپیان دي. د غزې د ملکي دفاع اداره وایي چې برید د روغتون د جراحۍ او جدي پاملرنې څانګو ته دروند مالي او ساختماني زیان هم اړولی دی. د غړې د ملکي خوندیتوب د ادارې ویاند محمود باسل ویلي دي چې پدې برید کې د روغتون پرسونل، ناروغانو، ټپیانو او بې ځایه شوو خلکو ته د پام وړ ځاني زیان اوښتی دی.
د غیرقانوني اړیکو د تورونو له امله د Nvidia اجرایوي رئیس له دندې لرې کېږي.
د راپورونو له مخې، د Nvidia ټکنالوژۍ شرکت مدیره پلاوی د خپل اجرایوي رئیس جینسن هوانګ د ګوښه کولو لپاره چمتووالی نیسي. هوانګ د شرکت له یوې لوړپوړې چارواکې او یوې چینایي سوداګرې سره، چې د چین د استخباراتو کارکوونکې بلل کېږي، د نامشروع اړیکو په درلودلو تورن شوی دی. د دې خبر له خپرېدو وروسته د یاد شرکت ونډې شاوخوا اته سلنه راټیټې شوې دي.
د ویلو ده چې نوموړی ددې شرکت د روغتیا په برخه کې د مرستیالې سره د نامشروع اړیکو په درلودولو سره په اجنډا کې ځای ونیو.
نوموړې دا اړیکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لخوا په خپور شوي یو راپور کې په ډاګه شوې.





















