په اندونیزیا کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې مړو شمیره ۴۴۲ تنو ته لوړه شوه

د اندونیزیا د هوا پېژندنې، اقلیم پېژندنې او جیو فزیک ادارې  د هیواد په ډیری برخو کې د احتمالي باران وړاندوینه کړې، په داسې حال کې چې په سوماترا کې د سختو سیلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شمیر لوړ شوی دی.

By
په اندونیزیا کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې مړو شمیره ۴۴۲ تنو ته لوړه شوه / AP

د اندونیزیا په سوماترا  ټاپو کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۴۴۲ تنو ته لوړه شوه.  همداشان پدې ټاپو کې د  احتمالي باران خبرداری ورکړ شوی دی.

د اندونیزیا د هوا پېژندنې، اقلیم پېژندنې او جیو فزیک ادارې  د هیواد په ډیری برخو کې د احتمالي باران وړاندوینه کړې، په داسې حال کې چې په سوماترا کې د سختو سیلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شمیر لوړ شوی دی.

دا وړاندوینه وروسته له هغې وشوه چې ددې هیواد د هوا پیژندنې ادارې د دوشنبې په ورځ په بیلابیلو سیمو کې د باران د زیاتوالي راپور ورکړ او ویې ویل چې ډیری ښارونه د سختې هوا له خطر سره مخ دي.

د یکشنبې په ورځ، د هیواد د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې وویل چې په سوماترا کې د روانو سیلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله د مړو شمیر ۴۴۲ ته لوړ شوی، او ۴۰۲ کسان لا هم ورک دي.

ادارې ویلي چې د لټون او ژغورنې ډلې په اغیزمنو شویو سیمو کې د شپږمې ورځې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي ترڅو لا هم ورک شوي کسان ومومي.

معلومات دا هم ښیي چې ۶۴۶ کسان ټپیان شوي، په داسې حال کې چې ۱.۱ میلیونه خلک اغیزمن شوي، سلګونه کورونه ویجاړ شوي، او له ۲۹۰،۰۰۰ څخه ډیر خلک د سیلابونو له امله بې ځایه شوي دي.

ډیری اغیزمنې شوې سیمې لاهم د لاسرسي وړ نه دي، او د لټون ډلې په ځمکه او هوا کې کار کوي، خو ستونزمنه جغرافیه د درنو ماشینونو کارول محدودوي.