روسیې او قزاقستان د اټومي بریښنا ګرځنده پروژې په اړه موافقه لاسلیک کړه.

د روسیې د اټومي انرژۍ شرکت روساتوم به د قزاقستان په یوه لوی ظرفیت لرونکي اټومي بریښنا فابریکه کې د جوړولو دنده په غاړه لرونکي نړیوال کنسورشیم مشري وکړي.

/ AFP

روسیه او قزاقستان د یوې موافقې په ترڅ کې اسناد لاسلیک کړل چې په قزاقستان کې د اټومي بریښنا فابریکې د جوړولو مهالویش څرګندوي.

د "ریا نووستي" خبري اژانس راپور ورکړی، دغه موافقه د روسیې د اټومي انرژۍ د شرکت "روسا توم" عمومي مدیر الیکسي لیخاچوف او د قزاقستان د اټومي انرژۍ د ادارې رئیس الماسادام ستکالییف د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په ترڅ کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال لاسلیک کړه.

قزاقستان له دې وړاندې "روسا توم" د یوه نړیوال کنسورټیم مشر ټاکلی و چې په دې هېواد کې د لوړ ظرفیت لرونکې اټومي بریښنا فابریکې جوړولو مسوولیت لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېر نومبر قزاقستان ته سفر وکړ او هلته یې د انرژۍ او صنعت په برخه کې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. قزاقستان چې خپل زیاتره تېل د روسیې له لارې صادروي، د بدیلو لارو په لټه کې دی.

په اکتوبر میاشت کې، قزاقستان د خپلې لومړنۍ اټومي بریښنا فابریکې د جوړولو په ملاتړ رایه ورکړه. دغه پلان چې د ولسمشر قاسم جومارت توقایف ملاتړ یې درلود، د ځینو قزاقانو له نیوکو سره مخ شو.