نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د چین ولسمشر : د شمالي کوریا سره به خپلې اړیکې لا پیاوړې کړو
د چین ولسمشر د شمالي کوریا د تاسیس ۷۷مې کلیزې په مناسبت د کیم جونګ-اون ته په استولي پیغام کې ژمنه کړې چې له پیونګ یانګ سره "د ستراتیژیکې اړیکې لا ژیاوړي کړي" .
د چین ولسمشر : د شمالي کوریا سره به خپلې اړیکې لا پیاوړې کړو
/ Reuters

د چین ولسمشر شي جینپینګ د شمالي کوریا د جوړېدو د ۷۷مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام کې وویل چې چین چمتو دی له شمالي کوریا سره ستراتیژیکې اړیکې لا پیاوړې کړي.

د شي جینپینګ په پیغام کې راغلي چې چین غواړي د سیمې او نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره له شمالي کوریا سره نږدې همکاري جاري وساتي. د چین رسمي خبري آژانس شینهوا د دې پیغام جزئیات خپاره کړي دي.

شي جینپینګ وویل چې بیجینګ چمتو دی د شمالي کوریا دیموکراتیک ولسي جمهوریت  سره ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې کړي، نږدې اړیکې او همکارۍ وساتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي ته وده ورکړي. دا خبرې د دولتي رسنیو له خوا خپرې شوې دي.

شي جینپینګ د دواړو هېوادونو د "سوسیالیستي موخو" یادونه وکړه او دواړه اړخونه یې وهڅول چې د سیمې او نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

دپلوماتیکې اړیکې:

د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې د کوریا ټاپو وزمه د جاپاني واکمنۍ څخه آزاد شو، او په شمالي برخه کې یو کمونیستي رژیم جوړ شو. په ۱۹۴۸ کال د اګست په میاشت کې د خلکو نوې عالي شورا وټاکل شوه، او د سپټمبر په ۳مه نوې اساسي قانون نافذ شو.

د شمالي کوریا دیموکراتیک ولسي جمهوریت  په رسمي ډول د ۱۹۴۸ کال د سپټمبر په ۹مه اعلان شو، چې کیم ایل سونګ یې لومړی وزیر و.

سږ کال دواړه هېوادونه د خپلو دپلوماتیکو اړیکو ۷۶مه کلیزه نمانځي.

تېره اونۍ کیم جونګ اون په خپل ځانګړي اورګاډي کې بیجینګ ته سفر وکړ ترڅو د چین د ستر پوځي پریډ په مراسمو کې د شي جینپینګ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ګډون وکړي.

کیم د تېرې پنجشنبې په ورځ په بیجینګ کې له شي سره د یوې سرمشریزې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې له چین سره به اړیکې په دوامداره توګه وده وکړي، یوه ورځ وروسته له هغه چې چین خپل تر ټولو ستر پوځي پریډ ترسره کړ.

وپلټۍ
ایا چین کولای شي د شي او ټرمپ تر لیدنې مخکې له ایران سره خپلې اړیکې په یوه ډیپلوماتیک رول بدلې کړي؟
سپینې ماڼۍ د 'ټرمپ تلویزیون' (Trump TV) په نامه د تلویزیوني چینل د جوړولو نه خبر ورکړ.
وروستي خبرونه
روسیه پر جرمني د اقتصادي زیانونو او په ټاکنو کې د شاتګ له امله ملنډې وهي. ارزانه ګاز مو په یاد دي
د ولسمشر پوتین په مشرۍ «متحدې روسیې» ګوند په پارلمان کې ۳۵۵ ریکارډ څوکۍ وګټلې
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.