منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
په ټوله غزه کې د اسرائیلو بریدونو لږ تر لږه شپږ فلسطینیان وژلي او د ماشومانو په ګډون یې څو نور ټپیان کړي دي. دا د هغې اوربند موافقې د نقض (سرغړونې) تر ټولو تازه ثبت شوې پېښې دي چې د تېر اکټوبر راهیسې نافذه ده.
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
غزه هوايي برید

یوې روغتیايي سرچینې اناتولیا خبري اژانس ته وویل، چې د غزې په شمال کې د جبالیا ختیځ لور ته د "حلاوه" په کمپ کې د بې ځایه شویو کورنیو پر یوه راټولېدنه د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکې برید دوه فلسطینیان ووژل او اته نور یې ټپیان کړي دي. سرچینې زیاته کړه چې ټپیان د الشفا او السرایا په ساحوي روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د غزې ښار د التفاح په سیمه کې، د النفق پر سړک د استوګنې د یوه کور پر چت د بې پیلوټه الوتکې بل برید یو فلسطیني وژلی او څو نور یې ټپیان کړي دي.

د سه شنبې په ورځ وختي، د الشفا روغتون طبي کارکوونکو تایید کړه چې د غزې ښار لویدیځ ته د النصر په سیمه کې پر یوه اپارتمان د اسرائیلو له برید وروسته د دوو فلسطینیانو جسدونه او د ماشومانو په ګډون څو ټپیان ور وړل شوي دي.

عیني شاهدانو راپور ورکړی چې د النصر سیمې برید د اسرائیلو د یوه (ځانمرګي ډرون) لخوا وروسته له هغه ترسره شو چې په هوا کې یې چورلټې ووهلې، کور یې ویجاړ کړ او اور یې رامنځته کړ.

سیمه ییزو سرچینو وژل شوي کسان د عزالدین البیک او مهند ابو فول په نومونو پېژندلي دي.

د غزې په منځنۍ برخه کې، د دیرالبلح ختیځ لور ته پر صلاح الدین سړک د اسرائیلي ځواکونو په ډزو یو فلسطیني ووژل شو، په داسې حال کې چې یو بل د جبالیا په کمپ کې د الفاخوره کلینیک ته څېرمه سخت ټپي شو.

د غزې په سویل کې، یوه فلسطینۍ مېرمن چې رانیا سعده نومېده، د هغو ټپونو له امله ساه ورکړه چې د رفح په المواسي سیمه کې د بې ځایه شویو کسانو پر خېمو د اسرائیلي ځواکونو د ډزو په پایله کې ورته رسېدلي وو.

شاهدانو همدارنګه راپور ورکړی چې د اسرائیلو پوځ د دیرالبلح په ختیځ کې د هغو ودانیو د پراخو ړنګولو کمپاینونه ترسره کړي چې د دوی تر ولکې لاندې دي.

د غزې د روغتیا وزارت د سه شنبې د ورځې د معلوماتو له مخې، د تېر اکټوبر راهیسې د اسرائیلو لخوا د اوربند ماتولو (سرغړونو) له امله ۱۴۲۲ فلسطینیان وژل شوي او ۴۹۹۶ نور ټپیان دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۸مې راهیسې، پر غزه د اسرائیلو د نسل وژنې په جګړه کې له ۷۴,۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي، تر ۱۷۵,۰۰۰ ډېر ټپیان دي او د دغې کلابندې سیمې شاوخوا ۹۰ سلنه بېخبناګانې ویجاړې شوې دي.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'