سپورت
2 د لوستلو دقیقې
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله اعلامیه کې ویلي: "په خورا زیات خپګان او درد سره، د افغانستان کرکټ بورډ د خپل پخواني چټک توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ مړینه اعلانوي."
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
شاپور ځدران

د افغانستان کرکټ بورډ  خبر ورکړی چې د هېواد د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ، چې په نړۍوال ډګر کې یې د افغانستان د کرکټ په لومړنیو بریاوو او پرمختګ کې بنسټیز رول درلود، د سې شنبې په ورځ له اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ.

شاپور ځدراڼ د خپلې ۳۹مې کلیزې له پوره کېدو یوه ورځ وړاندې د نوي ډیلي په یوه روغتون کې سا ورکړه. نوموړی په تېرو څو میاشتو کې هلته د وجود د دفاعي سیسټم (معافیت) د یوې نادره ناروغۍ تر درملنې لاندې و.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله اعلامیه کې ویلي: "په خورا زیات خپګان او درد سره، د افغانستان کرکټ بورډ د خپل پخواني چټک توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ مړینه اعلانوي."

بورډ شاپور ځدراڼ د "افغان کرکټ یو له بنسټ اېښودونکو شخصیتونو" څخه وباله او زیاته یې کړه چې د هغه سرښندنې او ژمنتیا له ملي لوبډلې سره مرسته وکړه چې نړۍوال پړاو ته ورسېږي.

شاپور ځدراڼ چې په جګ قد او اوږدو وېښتانو مشهور چپ لاسی چټک توپ اچوونکی و، د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د افغانستان لپاره ۴۴ یو ورځنۍ او ۳۶ شل اوریزې نړۍوالې لوبې کړې وې. دا د افغانستان د کرکټ د چټکې ودې تر ټولو مهمه دوره وه.

ځدراڼ همدارنګه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په څلورو شل اوریزو نړۍوالو جامونو کې برخه اخیستې وه او په ۹ لوبو کې یې ۹ وېکټې اخیستې وې.

کرکټ بورډ ویلي: "هغه یو له هغو ویاړلو لوبغاړو څخه و چې د افغان کرکټ د لومړني سفر په زړه کې و او د هغې لارې په جوړولو کې یې مرسته وکړه چې نن افغان کرکټ په نړۍواله کچه وځلېد."

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی