تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر په استانبول کې د حماس ډلې د یو لوړ پوړي هئیت سره لیدنه وکړه
تورکیې د اسرائیلو لخوا فلسطینیان له خپلې خاورې نه په اجباري توګه د شړولو او اشغال لاندې لویدیځې غاړې د الحاق هڅې یو ځل بیا په کلکه توګه وغندلې او وویل چې دا د هیچا لپاره د منلو وړ ندي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر په استانبول کې د حماس ډلې د یو لوړ پوړي هئیت سره لیدنه وکړه
/ AA

تورکیې د اسرائیلو لخوا فلسطینیان له خپلې خاورې نه په اجباري توګه د شړولو او اشغال لاندې لویدیځې غاړې د الحاق هڅې یو ځل بیا په کلکه توګه وغندلې او وویل چې دا د هیچا لپاره د منلو وړ ندي.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان په استانبول کې د حماس ډلې یو پلاوي سره لیدنه وکړه.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې  حاکان فیدان د جمعې په ورځ په استانبول کې د حماس د یوې پلاوي سره چې مشري یې محمد اسماعیل درویش کوله، لیدنه وکړه.

د حماس پلاوي ټینګار وکړ چې غزې ته د بشري مرستو اندازه د اړتیاوو په پرتله ډېره کمه ده او د اوربند په خبرو کې د اسرائیلو سخت دریځ یې وغنده.

فیدان وویل چې اسرائیل د غزې د خلکو د لوږې له لارې د نسل وژنې سیاست ته دوام ورکوي او زیاته یې کړه چې دا چلند ښيي د بنیامین نتانیاهو حکومت د اوربند په اړه جدي ندی.

هغه ټینګار وکړ چې اسرائیل غواړي د اوربند خبرې اوږدې کړي او د خلکو مقاومت مات کړي او پر هغوی  د بې ځایه کېدو فشارونه لا زیات کړي.

فیدان د خبرو د دوام لپاره د تورکیې ملاتړ په ګوته کړ او یادونه یې وکړه چې د فلسطینیانو لپاره د نړیوالې عامه ملاتړ کچه مخ په زیاتېدو ده.

هغه وویل چې د عامه فشار په پایله کې، نور او نور هېوادونه د فلسطین دولت په رسمیت پېژني او اسرائیل په نړیواله کچه لا ډېر منزوي کېږي.

فیدان همدارنګه ټینګار وکړ چې د فلسطین د قضیې لپاره د تورکیې ملاتړ به په پیاوړي ډول دوام وکړي.

د نړیوالو لخوا د اوربند غوښتنې ردولو سره، اسرائیلي پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې په غزه باندې یو وحشیانه برید پیل کړی چې تر اوسه یې له ۶۰,۰۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دغه بې رحمه بمبارۍ د غزې سیمه ویجاړه کړې او د خوراکي توکو کمښت یې رامنځته کړی دی.

 

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه