نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امريکا د هرمز تنګي ازادۍ پروژه د عملیاتو  پر بیا پیلولو غور کوي؛ عربستان او کویټ پوځي ملاتړ ژمنه کړې
سعودي عربستان او کویټ د امریکا پر پوځ هغه محدودیتونه لرې کړي چې د خپلو اډو او هوايي حریم د کارولو په برخه کې یې لګولي وو. دا محدودیتونه وروسته له هغه لګول شوي وو چې امریکا د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په هدف عملیات پیل کړل.
امريکا د هرمز تنګي ازادۍ پروژه د عملیاتو  پر بیا پیلولو غور کوي؛ عربستان او کویټ پوځي ملاتړ ژمنه کړې
امريکا د هرمز تنګي ازادۍ پروژه د عملیاتو  پر بیا پیلولو غور کوي؛ عربستان او کویټ پوځي ملاتړ ژمنه کړې / Reuters

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، دا ګام د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د لارو خوندي کولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د هڅو پر وړاندې یو لوی خنډ لیرې کوي.

سعودي عربستان او کویټ د امریکا پر پوځ هغه محدودیتونه لرې کړي چې د خپلو اډو او هوايي حریم د کارولو په برخه کې یې لګولي وو. دا محدودیتونه وروسته له هغه لګول شوي وو چې امریکا د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په هدف عملیات پیل کړل.

وال سټریټ ژورنال د پنجشنبې په ورځ د امریکايي او سعودي چارواکو له قوله ویلي چې د ټرمپ اداره چمتووالی نیسي ترڅو د هغو سوداګریزو بېړیو لپاره د سمندري بدرګې عملیات بیا پیل کړي چې د هرمز تنګي څخه تېرېږي. په دې عملیاتو کې به امریکايي سمندري او هوايي ځواکونه ملاتړ چمتو کوي.

ویل کېږي چې دا ماموریت د روانې اونۍ په پیل کې، له ۳۶ ساعتونو فعالیت وروسته، په موقتي ډول درول شوی و. اوس د پنټاګون پلان جوړونکي د عملیاتو د بیا پیلولو مهالوېش ارزوي، او ځینې امریکايي چارواکي وايي چې دا چارې ښايي همدا اونۍ بېرته پیل شي.

دا پرمختګ د ایران په ګډون د سیمې د ترینګلي وضعیت پر مهال د دغې حیاتي اوبلارې له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د خوندي کولو لپاره د ډونالډ ټرمپ د هڅو په لاره کې یو مهم خنډ له منځه وړي.

سیمه ییز کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې امریکا او اسراییلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه وکړل، چې په غبرګون کې یې تهران پر اسراییلو او په خلیج کې د امریکا پر متحدینو بریدونه وکړل او د هرمز تنګی یې وتاړه.

د پاکستان په منځګړیتوب د اپریل په ۸مه یو اوربند وشو، خو په اسلام اباد کې خبرې اترې کومې تلپاتې هوکړې ته ونه رسېدې. ولسمشر ټرمپ وروسته دا اوربند پرته له کوم ټاکلي نیټې وغځاوه. بلخوا، امریکا د اپریل له ۱۳مې راهیسې په دغه تنګي کې د ایران پر سمندري تګ راتګ بندیز (ناوتيک محاصره) لګولی دی.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې امریکايي پوځ به په موقتي ډول "پروژه ازادي" ودروي، خو ویې ویل چې پر ایران د امریکا لګول شوې سمندري محاصره به په بشپړ ځواک سره دوام ولري.

 

وپلټۍ
امریکا افشا کړه چې د ایران پر ضد پوځي بریدونو کې د ماسک 'ګروک' (Grok) مصنوعي ځیرکتیا کارول شوی
امریکا او ایران ترمنځ سولې تړون سره سره د اسرائیل پوځ په لبنان کې اوږدمهاله اشغال ته چمتووالی نیسي
چین د اروپايي ټولنې هغه ادعا رد کړه چې ګواکې چینايي پوځ روسي پوځیانو ته روزنه ورکوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ
ټرمپ: د هرمز تنګی به د جمعې له ورځې څخه 'په بشپړه توګه پرانیستل شي'
اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې ام صفا ته د اوبو  یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه
د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر بن ګویر د ویزې د ستونزو له امله امریکا ته خپل کورنی سفر لغوه کړ.
عراقچي: د لبنان د جګړې پای ته رسېدل د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو مهم شرط دی
اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د جنوبي کوریا KF-21 جنګي الوتکې د الوتنې د خوندیتوب سند ترلاسه کړ
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
امریکا ویلي دي د ایران د سولې د هوکړې له مخې د هرمز تنګی باید بې محصوله پرانیستل شي
تورکیه د امریکا او ایران د هوکړې هرکلی کوي؛ فیدان د تخریبي هڅو پر وړاندې د بیدارۍ غوښتنه وکړه
روسیې پر اوکراین له وژونکو بریدونو وروسته پر صومعې د برید تورونه رد کړل