منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
متحده عربي اماراتو پر ایران د هر ډول برید لپاره د خپلې هوايي حریم یا خاورې کارول رد کړل
متحده عربي اماراتو یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړه چې د ایران پر وړاندې به د هیڅ ډول "دښمنانه پوځي اقداماتو" لپاره د خپل هوايي حریم، خاورې او اوبو کارولو اجازه ورنکړي.
متحده عربي اماراتو پر ایران د هر ډول برید لپاره د خپلې هوايي حریم یا خاورې کارول رد کړل
متحده عربي اماراتو پر ایران د هر ډول برید لپاره د خپلې هوايي حریم یا خاورې کارول رد کړل / AFP

متحده عربي اماراتو پر ایران د هر ډول برید لپاره د خپلې هوايي حریم یا خاورې کارول رد کړل

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا رسنیو د "یو ایس ایس ابراهام لنکن" په نوم د الوتکې وړونکې بېړۍ د عمان خلیج پر لور د هند سمندر ته د رسېدو خبر ورکړی دی.

متحده عربي اماراتو یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړه چې د ایران پر وړاندې به د هیڅ ډول "دښمنانه پوځي اقداماتو" لپاره د خپل هوايي حریم، خاورې او اوبو کارولو اجازه ورنکړي.

د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې ابوظبي ژمنه کوي چې د تهران پر ضد د هر ډول برید لپاره به لوژستیکي ملاتړ هم ونه کړي.

وزارت ویلي، متحده عربي امارات په دې باور دي چې "خبرې اترې، د تاوتریخوالي کمول، پر نړیوالو قوانینو عمل او د دولتونو حاکمیت ته درناوی د اوسنیو بحرانونو د حل لپاره تر ټولو اغېزناک بنسټونه دي." دې هېواد د دیپلوماتیکو لارو د شخړو پر هواري ټینګار کړی دی.

د واشنګټن او تهران ترمنځ وروسته له هغه تاوتریخوالی زیات شوی چې تېره میاشت د ایران په څو ښارونو کې د خراب اقتصادي وضعیت له امله د حکومت ضد لاریونونه وشول.

امریکايي رسنیو ویلي چې د 'یو ایس ایس ابراهام لنکن' په نوم الوتکه وړونکې بېړۍ او ورسره درې جنګي بېړۍ د جمعې په ورځ د هند سمندر ته رسېدلې او د عمان خلیج پر لور روانې دي، چې ښايي پر ایران د امریکا د برید لپاره تیاری وي.

د شنبې په ورځ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه راپورونه تایید کړل او ویې ویل چې یو امریکايي "پوځي سمندري کاروان" (armada) منځني ختیځ ته روان دی او واشنګټن له نږدې د ایران وضعیت څاري.

د امریکا اداره وايي چې له تهران سره د چلند په برخه کې د پوځي اقدام په ګډون ټول انتخابونه پر میز دي، ځکه چې امریکا او اسراییل په ایران کې د واکمن نظام د بدلون هڅه کوي.

ایراني چارواکو خبرداری ورکړی چې هر ډول امریکايي برید ته به "چټک او هر اړخیز" ځواب ورکړي.

تېر جون میاشت کې، اسرائیلو د امریکا په ملاتړ د ایران پر ضد ۱۲ ورځنۍ جګړه پیل کړې وه، چې د تهران له لوري د ډرون او توغندیو د ځوابي بریدونو لامل شوه مخکې له دې چې واشنګټن اوربند اعلان کړي.

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه