تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د دغه تړون موخه د څلورو هېوادونو ترمنځ د دفاعي صنایعو د اړیکو پیاوړې کول دي، په داسې حال کې چې قطر د خپلو کورنیو دفاعي تولیداتو د وړتیاوو پراخولو ته مخه کړې ده.
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي

انادولو  خبري آژانس راپور ورکړی چې د تورکیې د ملي دفاع وزیر یاشار ګولر به قطر ته سفر وکړي ترڅو د څلورو هېوادونو ترمنځ د دفاعي صنایعو د همکارۍ د تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.

د یاد آژانس د باخبره سرچینو په وینا، تمه کېږي چې ښاغلی ګولر به د سه شنبې په ماسپښین د قطر په لور روان شي.

د پلان له مخې، تمه ده چې تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا به د چهارشنبې په ورځ دغه تفاهم لیک لاسلیک کړي.

بلخوا، د دفاعي چارو لپاره د قطر د دولت وزیر، شیخ سعود بن عبدالرحمن آل ثاني د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د «نړیوال امنیت فورم ته وویل چې قطر به ډېر ژر د کورنیو دفاعي تولیداتو د یوه مرکز د جوړولو پلانونه اعلان کړي.

آل ثاني وویل، قطر له خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو، لکه امریکا، انګلستان او فرانسې سره په ګډه کار کوي، ترڅو خپل کورني دفاعي ظرفیتونه لوړ کړي او په دفاعي شرکتونو کې د پانګونې فرصتونه ولټوي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې قطر به پرته له نورو جزیاتو ورکولو ډېر ژر د بالیسټیک توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او سایبري بریدونو پر وړاندې د خپلو وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د یوه نوي شراکت د رامنځته کېدو خبر ورکړي.

د قطر دغه اعلان په داسې حال کې کېږي چې پر ایران د امریکا او اسراییلو روانې جګړې د قطر د انرژۍ سکتور او سمندري سوداګري اغېزمنه کړې ده.

د شخړو له پیلېدو لږ وروسته، قطر په راس لافان  کې د اوبلن طبیعي ګازو (LNG) خپل لوی کمپلکس وتاړه، په داسې حال کې چې د هرمز له ستراتیژیک تنګي څخه د کښتیو پر تګ راتګ محدودیتونو نړیواله سوداګري ګډوډه کړې ده.

ترکیې او قطر په وروستیو کلونو کې خپل ستراتیژیک شراکت پیاوړی کړی او د دفاعي، امنیتي، سوداګریزو او پانګونې په برخو کې یې همکارۍ پراخې کړې دي. دواړه هېوادونه په دوحه کې یوه ګډه پوځي قومانداني لري او د سیمه ییزو مسایلو په اړه له نږدې همغږي کوي.

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې، دوی د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د ژورولو په موخه د پراخو تړونونو د یوې برخې په توګه، د دفاعي صنایعو د همکارۍ په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

 

وپلټۍ
د تورکیې او ګڼشمیر  نورو هېوادونو استازو  د باکو په سرمشریزه کې د اسرائیل پر وړاندې سخت غبرګون وښود
اسپانیا د تورکیې نه د ۱۵ نورو ملي جیټ الوتکو ( هورجیټ ) د پیرولو پلان اعلان کړ.
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
پراګماتیزم د پاپولیزم پر خلاف . د المان یو ایالت ښيي چې ولې تورکیه د برلین لپاره مهمه ده
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
ولسمشر اردوغان د دښمن له اشغال څخه د استانبول د ازادۍ ۱۰۳مې کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوزویک مجلې پوښتنې ځواب کړې.
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.
تورکیې او امریکا د پرمختللو اټومي ټکنالوژیو په برخه کې د همکارۍ ژورولو تړون لاسلیک کړ
فیدان  د تورکیې-مصر-پاکستان-سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ملګروملتونو په ساختار کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه"ویټو امتیاز باید لغوه شي"