نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا استخبارات : جیفري ایپسټین د اسرائیل جاسوس و
د امریکا د عدلیې وزارت لخوا تېره اونۍ د میلیونونو پاڼو خپرو شویو اسنادو په منځ کې، د ایف بي آی یو پټ خبر ورکوونکي ویلي چې دی په دې باوري شوی و چې جیفري ایپسټین د اسرائیل جاسوس و.
د امریکا استخبارات : جیفري ایپسټین د اسرائیل جاسوس و
د امریکا استخبارات : جیفري ایپسټین د اسرائیل جاسوس و / AP

 

د امریکا د عدلیې وزارت نوي خپاره شوي اسناد ښیي چې د ایف بي آی یو پټ خبر ورکوونکی په دې باور و چې بدنام پانګوال، جفري ایپسټین د اسرائیل د استخباراتي شبکې جاسوس وو او د موساد لپاره يي کار کولو.

د امریکا د عدلیې وزارت لخوا تېره اونۍ د میلیونونو پاڼو خپرو شویو اسنادو په منځ کې، د ایف بي آی یو پټ خبر ورکوونکي ویلي چې دی په دې باوري شوی و چې جیفري ایپسټین د اسرائیل جاسوس و.

په دغه سند کې د یوې باوري سرچینې (CHS) له قوله ویل شوي چې د ایپسټین وکیل، الن ډیرشوویټز، د فلوریډا د سویلي سیمې هغه وخت څارنوال الیکس اکوسټا ته ویلي وو چې ایپسټین "د امریکا او نورو متحدو هېوادونو له استخباراتي ادارو سره تړاو درلود."

سند زیاتوي: "باوري سرچینې د ډیرشوویټز او ایپسټین ترمنځ د ټیلیفوني اړیکو په اړه معلومات شریک کړي او یادښتونه یې ترې اخیستي دي. له دغو اړیکو وروسته به موساد (Mossad) له ډیرشوویټز سره اړیکه نیوله ترڅو معلومات ترې ترلاسه کړي. ایپسټین د اسرائیل له پخواني لومړي وزیر ایهود بارک سره نږدې اړیکې لرلې او د هغه تر نظر لاندې یې د جاسوسۍ روزنه ترلاسه کړې وه."

په دغه سند کې دا هم راغلي چې ایهود بارک باور درلود چې "نتنیاهو یو مجرم دی" او خبر ورکوونکی په دې باوري شوی و چې ایپسټین د سیمه ییزو سیالیو په ترڅ کې د موساد د یو "استخدام شوي ایجنټ" په توګه کار کاوه.

همدارنګه، خبر ورکوونکي ایف بي آی ته ویلي چې ډیرشوویټز ادعا کړې وه: "که زه یو ځل بیا ځوان وای، نو د موساد د یو ایجنټ په توګه به مې وسله په لاس کې اخیستې وه." په سند کې راغلي چې باوري سرچینه پدې باور وه چې ډیرشوویټز هم د موساد لخوا جذب شوی و او د هغوی ماموریت ته ژمن و.

د عدلیې وزارت په دغو نویو اسنادو کې د یو شمېر نورو لوړپوړو سیاسي او مالي څېرو نومونه هم یاد شوي دي. جفري ایپسټین په ۲۰۱۹ کال کې په نیویارک کې په خپل زندان کې په داسې حال کې مړ وموندل شو چې د جنسي قاچاق په تور د محاکمې په تمه و.

 

وپلټۍ
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ