تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د نړۍ ترټولو لوی د هوایي چلند، فضا او ټیکنالوژۍ فستیوال ټیکنوفیسټ دا ځل د تورکیې په سویل ختیځ کې په شانلي اورفا ولایت کې خپلې دروازې د ټکنالوژي د مینه والو پر مخ پرانیستې.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
ټکنوفیست

د ویلو ده چې ټکنوفیست به په خپله دویمه ورځ د هوایي نندارو، ټیکنالوژۍ نندارتونونو، سیالیو او ورکشاپونو سره د لیدونکو کوربه توب وکړي. د تورکیې مشهور پیلوټان به  د فستیوال په چوکاټ کې د دویم ځل لپاره د شانلي اورفا په آسمان کې خپله ننداره وړاندې کړي.
ټیکنوفیسټ، چې د ټیکنالوژۍ مینه وال، ځوان اختراع کونکي او زرګونه لیدونکي سره راټولوي، په خپله دویمه ورځ به بیا هم په ځمکه او اسمان کې د ډیرو نندارو کوربه توب وکړي.

دا ستر سازمان، چې د پرمختللي ټیکنالوژۍ سمیلیټرونو څخه نیولې تر ساینسي ورکشاپونو او نندارتونونو پورې د هر عمر ګډون کونکو لپاره خطاب کوي، د هوایي چلند او دفاعي صنعت د هوایي نندارو شاهد به هم وي.

ددې فیستیوال په چوکاټ کې به د هیواد ځايي او ملي هوايي وسایط لکه د اټاک (ATAK) چورلکې، هورکوش (HÜRKUŞ)، جزري (CEZERİ)، انکا (ANKA)، بیرقدار ټي بي ۲ (Bayraktar TB2)، بیرقدار ټي بي ۳ (Bayraktar TB3) او بیرقدار اکنجي (Bayraktar AKINCI) ترڅنګ ځمکني او سمندري وسایط هم نندارې ته وړاندې شي.

په فستیوال کې به لیدونکو ته د سټیج نندارې، نندارتونونه، ښوونیز ورکشاپونه، د سمیلیشن (مجازي) تجربې ځایونه، پلانیټاریم (ستوریز نندارتون)، ساینسي نندارې، د ټیکنوفیسټ د وخت تونل، د ملي سمندري، ځمکني او هوایي وسایطو نندارتون، د فیستیوال نور فعالیتونه او د زده کونکو لپاره د لومړۍ الوتنې ځانګړي فعالیتونه هم وړاندې شي.

د فستیوال د دویمې ورځې په وروستي فعالیت کې به یو کنسرټ هم ترسره شي.

سویل ختیځ ټیکنوفیسټ به د اکتوبر تر ۴مې نیټې پورې د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

 

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.