په پاکستان کې د افغانستان پولې سره نږدې په نښتو کې ۵ پاکستاني پوځیان او ۲۵ وسله وال ووژل شول

د پاکستان وسله والو ځواکونو دپه یوه بیان کې وویل چې د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان په شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا ایالت کې د نښتو پر مهال پنځه پاکستاني پوځیان او ۲۵ وسله وال وژل شوي دي.

په پاکستان کې د افغانستان پولې سره نږدې په نښتو کې ۵ پاکستاني پوځیان او ۲۵ وسله وال ووژل شول / AP

په پاکستان کې د افغانستان پولې سره نږدې په نښتو کې ۵ پاکستاني پوځیان او ۲۵ وسله وال ووژل شول

پوځ وايي، د جمعې او شنبې په ورځو کې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د وسله والو دوه لویې ډلې د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ښکېلې شوې دي.

د پاکستان وسله والو ځواکونو د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان په شمال لویدیځ خیبر پښتونخوا ایالت کې د نښتو پر مهال پنځه پاکستاني پوځیان او ۲۵ وسله وال وژل شوي دي.

په بیان کې راغلي چې د جمعې او شنبې په ورځو کې، د پاکستان-افغانستان پولې ته نږدې په شمالي وزیرستان او کرمې ولسوالیو کې د وسله والو دوه لویې ډلې د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه او ښکېل شوې دي.

بیان زیاتوي چې په شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې د څلورو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي، په داسې حال کې چې ۱۰ نور د کرمې په ولسوالۍ کې د پولې څخه د ننوتلو د هڅې پر مهال ووژل شول.

د ډزو په تبادله کې، پنځه پاکستاني پوځیان هم وژل شوي دي.

د بیان له مخې، له وژل شویو وسله والو څخه په زیاته اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.