نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو تر منځ نښته شوې چې دواړو خواو ته ځاني زیان اوښتی
د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د هېواد د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه ایجنسۍ کې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي)  وسله والو پر وړاندې په عملیاتو کې ۷ تنه پاکستاني طالبان وژل شوي او ۶ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو تر منځ نښته شوې چې دواړو خواو ته ځاني زیان اوښتی
په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو تر منځ نښته شوې چې دواړو خواو ته ځاني زیان اوښتی / AP

په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو تر منځ په نښته کې  ۷ تنه پاکستاني طالبان او ۶ تنه سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د هېواد د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه ایجنسۍ کې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي)  وسله والو پر وړاندې په عملیاتو کې ۷ تنه پاکستاني طالبان وژل شوي او ۶ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په یوه بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د کرمې په سیمه کې عملیات ترسره کړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې ۷ وسله وال چې د ټي ټي پي سره یې تړاو درلود او د هند له خوا یې ملاتړ کېده، وژل شوي دي.

همدارنګه په دې نښته کې د ۶ تنو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

په سیمه کې د نورو احتمالي وسله والو پر وړاندې پوځي عملیات دوام لري.

د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې ډېر شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو قومونو د حقونو د دفاع ادعا کوي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې ځای پر ځای شوې او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو افغان حکومت دا ادعاوې ردوي.

په بلوچستان کې بیا د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه ډېر کړي. نوموړې بیلتون غوښتونکې ډله غواړي چې بلوچستان له پاکستانه جلا کړي او بلوچ ولس پر دغه سیمه واکمن شي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي