راپور د امریکایي چارواکو او د لوړې کچې باخبرو سرچینو په حواله کاږي، چې دواړو پوځونو خپلو تمرینونه ګړندي کړي دي او د احتمالي بریدونو لپاره یې د عراق پر فضا روزنیزې الوتنې کړې دي. په احتمالي اهدافو کې د ایران د انرژۍ زیربناوې، اټومي تاسیسات، او د توغندیو او ډرون الوتکو زېرمې شاملې دي. د ایران د اټومي پروګرام د په نښه کولو په پلانونو کې ممکن د «ماونټ پیکیکس» (کوه کولنګ) په نوم له ځمکې لاندې ژور تاسیسات هم شامل وي.
امریکا په خلیج کې خپلو ځینو سفارتونو ته سپارښتنه کړې چې کارکوونکي او د هغوی کورنۍ له سیمې وباسي.
د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، په سعودي عربستان کې د امریکا سفارت خپل امریکایي پرسونل او کورنیو ته د وتلو لارښوونه کړې ده. سرچینو زیاته کړه چې د سفارتونو پرسونل او کورنیو ته همدا راز له متحده عربي اماراتو، اردن، قطر او بحرین څخه د وتلو سپارښتنه هم شوې ده. دوو امریکایي چارواکو اشاره کړې چې دا پرېکړه په ځانګړي ډول په یمن کې د حوثي ملیشو له لوري د نویو بریدونو د احتمال له امله شوې ده.
کرملین: روسیه له اوکراین سره درې اړخیزو خبرو ته چمتو ده
روسیې چمتووالی ښودلی چې د نوامبر په میاشت کې د امریکا پر منځګړیتوب له اوکراین سره درې اړخیزې د سولې خبرې اترې بیا پیل کړي، او وړاندیز یې کړی چې دا مذاکرات دې په ابوظبي کې ترسره شي.
د کرملین سلاکار یوري اوشاکوف له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، ولسمشر ولادیمیر پوتین په سینټ پیټرزبورګ کې د امریکا له ځانګړي استازي سټیو ویټکوف سره د درې ساعته لیدنې پر مهال د مسکو رسمي موقف واضح کړ. اوشاکوف وویل: «زموږ ولسمشر استازي ویټکوف ته خبر ورکړ چې موږ په اصولو کې د نوامبر د لسمې نېټې په شاوخوا کې د درې اړخیزو خبرو اترو بیا پیلولو ته چمتو یو.»
د کوریا په ټاپووزمه کې د تاوتریخوالي زیاتېدل
د سویلي کوریا د دفاع وزارت له شمالي کوریا څخه غوښتي چې د ناڅاپي پوځي نښتو د مخنیوي او د سرحدي تاوتریخوالي د کمولو لپاره بیړنۍ خبرې اترې وکړي. دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې پیونګ یانګ د پولې هاخوا پوځي ارتباطي کرښه پرې کړه او اعلان یې وکړ چې نور له خپل «دښمن» سره خبرو اترو ته چمتو نه دی.
د شمالي کوریا د ولسمشر خور کیم یو جونګ خبرداری ورکړی چې رژیم به یې په څو ورځو کې د ټولې پولې په اوږدو کې د سویلي کوریا ضد لاوډسپیکرونه نصب کړي او سخت متقابل اقدامات به پلي کړي. نوموړې سیول ته خبرداری ورکړ چې که بهرنۍ لاسوهنې روانې وساتي، له «تر ټولو ژور او افسوسناک وضعیت» سره به مخ شي.
د تورکیې هوايي او فضايي پانګونه
د ۲۰۲۷ کال د مرکزي حکومت د بودیجې د مسودې له مخې، انقره پلان لري چې په راتلونکو دریو کلونو کې له فضايي او هوايي صنعتونو سره نږدې ۲ میلیارده ډالره مرسته وکړي.
په دې سکتور کې د تورکیې د نړیوالې سیالۍ د زیاتوالي په موخه، د ملي فضايي پروګرام تخصیص شوې بودیجه ۱۸۰ سلنه لوړېږي—چې له اوسني ۱۷۶ میلیون ډالرو څخه به په ۲۰۲۷ کې ۴۹۵ میلیون ډالرو ته وریسیږي. تمه کېږي دا مالي ژمنې په ۲۰۲۸ کال کې ۶۱۷ میلیون او په ۲۰۲۹ کال کې ۷۴۵ میلیون ډالرو ته لوړې شي.
---




















