د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا او چین لوړپوړو ډیپلوماټانو د دې احتمال په اړه خبرې کړي دي چې د دواړو هېوادونو ولسمشران، ډونالډ ټرمپ او شي جین پینګ، له روسیې سره په احتمالي درې اړخیزه غونډه کې د اټومي وسلو د له منځه وړلو موضوع مطرح کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د نوامبر د ۱۸-۱۹ نیټې د چین د ټیکنالوژۍ په مرکز شینزین کې د آسیا-پاسیفیک اقتصادي همکارۍ (APEC) سرمشریزې څخه مخکې د تلیفون له لارې خبرې وکړې، دواړو هېوادونو دا خبرې تایید کړې دي.
د درې واړو هېوادونو د چارواکو لخوا د ورته خبرو اترو په اړه د بحثونو له تایید وروسته، ښايي ټرمپ، شي جین پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د سرمشریزې په څنډه کې درې اړخیزه غونډه ترسره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، روبیو او وانګ يي «د سولې او اټومي وسلو د له منځه وړلو په څېر موخو ته د پرمختګ لپاره د مشرانو په کچه د مانادارو خبرو اترو پر اهمیت هوکړه وکړه، په شمول د روسیې سره د هر ډول احتمالي درې اړخیزو مشرانو غونډه."
وزارت زیاته کړه، چې دا ټیلیفوني خبرې د بیجینګ په غوښتنه ترسره شوې وې.
ټرمپ ویلي، غواړي له شي جین پینګ او پوتین سره د اټومي وسلو د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړي، خو بیجینګ تر اوسه نه ده تایید کړې چې ایا د اټومي وسلو کنټرول به د درې اړخیزو خبرو اترو د اجنډا برخه وي که نه.
د اټومي وسلو د کنټرول موضوع لا هم د اختلاف ټکی دی
واشنګټن مخکې ویلي وو چې غواړي چین د فبروري په میاشت کې له مسکو سره د دوه اړخیز تړون له پای ته رسیدو وروسته د اټومي وسلو کنټرول تړون سره یوځای شي.
بیجینګ هغه مهال د بې وسلې کولو په خبرو اترو کې له ګډون څخه ډډه وکړه او استدلال یې وکړ چې د چین اټومي وړتیاوې د روسیې او امریکا له اټومي وړتیاوو سره د پرتلې وړ نه دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، وانګ يي روبیو ته وویل چې چین "له امریکا سره د اړیکو او همکارۍ پیاوړتیا ته لیواله دی".
وانګ وویل، بیجینګ چمتو دی چې له واشنګټن سره "اختلافات او حساسې موضوعګانې په مناسبه توګه مدیریت کړي"، او زیاته یې کړه چې په دوه اړخیزو اړیکو کې "ثبات" "په سختۍ سره ترلاسه شوی".
دواړو هېوادونو تېر کال په سویلي کوریا کې د اېپېک سرمشریزې پر مهال د سوداګریزو ترینګلتیاوو د کمولو پر یوه هوکړه موافقه وکړه. دا هوکړه د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې د ګمرکي تعرفو د پرله پسې لوړولو له لړۍ وروسته ترلاسه شوه.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل، ښايي له شي او پوتین سره وګوري، ترڅو د ایران د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

























