منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د اسرائیل د دفاع وزیر د یمن د حوثیانو مشر عبدالمالیک الحوثي په مرګ وګواښه.
د اسرائیل د دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، د جمعې په ورځ د یمن د حوثي ډلې مشر عبدالمالک الحوثي ته د وژنې ګواښ وکړ او ویې ویل چې د اسرائیل بیرغ به د یمن په پلازمېنه صنعا کې ورپوي.
د اسرائیل د دفاع وزیر د یمن د حوثیانو مشر عبدالمالیک الحوثي په مرګ وګواښه.
/ Reuters

د اسرائیل د دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، د جمعې په ورځ د یمن د حوثي ډلې مشر عبدالمالک الحوثي ته د وژنې ګواښ وکړ او ویې ویل چې د اسرائیل بیرغ به د یمن په پلازمېنه صنعا کې ورپوي.

کاتز د امریکا پر ټولنیزه رسنۍ X (پخواني ټویټر) په یوه بیان کې، چې د اګست په ۲۸مه په صنعا کې د حوثي حکومت د لومړي وزیر احمد غالب الرهاوي او څو نورو وزیرانو وژنې ته په اشارې یې خپور کړی، لیکلي: "عبدالمالک الحوثي، اوس ستا وار دی. موږ به تا له خپل حکومت او د 'شر د محور' له ټولو هغو بزدلو غړو سره د لیدو لپاره ولېږو چې د دوزخ په تل کې درته په تمه دي."

کاتز همداراز زیاته کړه چې "د حوثیانو بیرغ به د اسرائیل په شین او سپین بیرغ بدل شي."

د یادونې وړ ده چې د اګست په ۲۸مه، د یمن پر پلازمېنه صنعا د اسرائیل په یوه هوایي برید کې، د حوثي ډلې د لومړي وزیر رهاوي او څو نورو وزیرانو په ګډون ۱۲ تنه جګپوړي حوثي چارواکي وژل شوي وو.

حوثیانو پر اسرائیل د توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي او هغه کښتۍ یې په نښه کړي چې له اسرائیل سره تړاو لري یا هغه هېواد ته روانې دي. دغه ډله وایي، دا بریدونه په غزه کې د اسرائیل د هغو نسل وژونکو عملیاتو په غچ کې کوي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې یې پیل کړي دي.

د اسرائیل دغو بریدونو له امله تر ۶۵،۱۰۰ ډېر فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي، په سلګونو زره نور بې ځایه شوي او لږ تر لږه...

 

وپلټۍ
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
تورکيه او پاکستان د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثيانو د بريدونو په ځواب کې د مکې تړون فعاله کړ.
د ورځې مهم خبرونه
د یمن حکومت له حوثیانو څخه د پلازمینې صنعاء د بېرته نیولو لپاره د «یمن سهار» بریدونه پیل کړل
یمني ځواکونو باب المندب ته نږدې ستراتیژیکې سیمې ونیولې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي  د ملاتړ غوښتنه وکړه
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.
ایران ویلي دي چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې د ایران پر ضد په جګړه کې د اروپا د ګډون اعتراف دی.