تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې د هندوستان تر ولکې لاندې په کشمیر کې پر سیلانیانو برید په کلکو ټکو وغنده.
د هند تر ولکې لاندې د جمو او کشمیر په سیمه کې پر سیلانیانو د برید له امله لږ تر لږه ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی
تورکیې د هندوستان تر ولکې لاندې په کشمیر کې پر سیلانیانو برید په کلکو ټکو وغنده.
/ AP

تورکیې د هندوستان تر ولکې لاندې په کشمیر کې پر سیلانیانو د برید له امله د وژل شوو کسانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: " په ډیرې خواشینۍ سره مونږ د جمو او کشمیر د  پاهلګام سیمه کې د ملکي وګړو پر وړاندې د برید په اړه چې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده خبر ترلاسه کړ."

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې  "موږ دا ناوړه برید غندو."

په بیان کې زیاته شوې ده  "موږ د هغو کسانو کورنیو ته خپله خواخوږي وړاندې کوو چې پدې پیښه کې  خپل ژوند له لاسه ورکړی او ټپیانو ته د هر څه  ژر روغتیا هیله کوو."

وسله والو د جمو او کشمیر په  پاهلګام سیمه کې چې د سرینګر له مهم ښار څخه شاوخوا ۹۰ کیلومتره په واټن کې موقعیت لري، پر سیلانیانو ډزې وکړې چې په پایله کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د پاهلګام د اوړي په تفریحي سیمه کې دغه "ناوړه عمل" وغنده او ژمنه یې وکړه چې بریدګر به د عدالت منګولو ته وسپاري.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله