نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ګازو خونړۍ چاودنې یوه استوګنیزه ودانۍ ونړوله
د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی / AP

د پاکستان په دغه تر ټولو لوی ښار کې چاودنې لږترلږه ۱۶ کسان وژلي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي؛ ژغورونکي لا هم تر خاورو لاندې د پاتې کسانو په لټه کې دي.

د چارواکو په وینا، د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوه اپارتماني ودانۍ کې د ګازو یوې چاودنې لږترلږه ۱۶ کسان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د سند ایالت د پلازمینې کراچۍ د پولیسو مشر، رضوان پټېل وویل چې دغه چاودنه په یوه استوګنیزه سیمه کې شوې ده. دا پېښه د کراچۍ په "سولجر بازار" (Soldier Bazaar) سیمه کې د سهار شاوخوا ۴:۰۰ بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې مسلمانو کورنیو د روژې د پېشلمي لپاره تیاری نیوه.

پټېل زیاته کړه چې ژغورونکي لا هم د خاورو او ویجاړو شویو برخو په لیرې کولو بوخت دي ترڅو هغه کسان وژغوري چې ښايي تر خاورو لاندې بند پاتې وي. هغه د نورو جزییاتو په اړه څه ونه ویل خو ټینګار یې وکړ چې د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري.

په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې ډېری کورونه او اپارتمانونه د پخلي لپاره طبیعي ګاز کاروي. خو د ګازو د فشار د ټیټوالي له امله ډېرې کورنۍ د اوبلن پټرولیم ګاز (LPG) له (سلنډرونو) څخه هم استفاده کوي.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال په جولای میاشت کې هم د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په یوه کور کې د واده له مراسمو وروسته د ګازو چاودنې د ناوې او زوم په ګډون اته کسان وژلي وو.

وپلټۍ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ