نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وايي امریکا د وینزویلا پر یوې بلې کښتۍ برید کړی او ځمکنیو پوځي اقداماتو ته یې اشاره وکړه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، امریکايي ځواکونو د شنبې په ماښام د وینزویلا له سواحلو بهر پر یوې بلې کښتۍ برید کړی چې ویل کېږي غیرقانوني نشه يي توکي یې لېږدول. هغه زیاته کړه چې امریکا به پر ځمکه د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوي ته هم پاملرنه پیل کړي.
ټرمپ وايي امریکا د وینزویلا پر یوې بلې کښتۍ برید کړی او ځمکنیو پوځي اقداماتو ته یې اشاره وکړه
ټرمپ وايي امریکا د وینزویلا پر یوې بلې کښتۍ برید کړی او ځمکنیو پوځي اقداماتو ته یې اشاره وکړه / Reuters

ټرمپ وايي امریکا د وینزویلا پر یوې بلې کښتۍ برید کړی او ځمکنیو پوځي اقداماتو ته یې اشاره ورکړې ده

د امریکايي چارواکو په وینا، تر دې دمه په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، امریکايي ځواکونو د شنبې په ماښام د وینزویلا له سواحلو بهر پر یوې بلې کښتۍ برید کړی چې ویل کېږي غیرقانوني نشه يي توکي یې لېږدول. هغه زیاته کړه چې امریکا به پر ځمکه د نشه يي توکو د قاچاق مخنیوي ته هم پاملرنه پیل کړي.

ټرمپ دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د "هیري ایس ټرومن" الوتکې وړونکې بېړۍ ترڅنګ، په نورفولک سمندري اډه کې د یوې وینا پر مهال وکړې.

دا سمدستي روښانه نه وه چې ایا هغه د امریکا د جګړې وزیر (دفاع وزیر) پیټ هیګسیت له خوا د جمعې په ورځ اعلان شوي برید ته اشاره کوله.

ټرمپ وویل: "په وروستیو اونیو کې، سمندري ځواکونو زموږ د هغه ماموریت ملاتړ کړی چې د کارتېل ترهګر له اوبو څخه په بشپړه توګه له منځه یوسو... موږ تېره شپه یو بل برید هم وکړ. اوس موږ نور هیڅ نه شو موندلی."

د امریکايي چارواکو په وینا، تر دې دمه په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.

سپینه ماڼۍ وايي، دا بریدونه، چې تر دې دمه یې لږ تر لږه څلور کښتۍ الوځولې دي، او مریکا  ته د نشه يي توکو د رسېدو مخه نیولې ده.

مځکنی پوځي اقدام؟

ټرمپ ویاړ وکړ چې تګلاره یې کار کوي او پوځي اقدامات ځمکنیو لارو ته هم غځېدلی شي.

"دوی نور له سمندر لارې نه راځي، نو اوس باید موږ د ځمکې په اړه فکر وکړو، ځکه دوی مجبوریږي چې د ځمکې له لارې راشي. اجازه راکړئ همدا اوس درته ووایم، دا به د دوی لپاره هم ښه پایله ونه لري."

ټرمپ "تېره شپه" د یوه بل مرګوني برید یادونه هم وکړه.

خو وروستی برید چې د پنټاګون له خوا اعلان شوی و، د جمعې په ورځ و، کله چې چارواکو وویل چې دوی د وینزویلا سواحلو ته نږدې په یوې وړې کښتۍ کې څلور ناپېژندل شوي کسان چې د "نشه يي توکو ترهګر" بلل شوي وو، وژلي دي.

ډیموکراتان او ډیری حقوقي کارپوهان په بهرنیو یا نړیوالو اوبو کې د هغو شکمنو کسانو پر وړاندې د وژونکي ځواک کارولو پر قانونیت پوښتنې راپورته کوي چې نه نیول شوي او نه هم ترې پوښتنې شوې دي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ