نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا د افغانستان او یمن لپاره د خوراکي مرستو ځنډول تایید کړل
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تمی بروس، ، په یوه خبري ناسته کې وویل چې دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې ددې احتمال ډیر لوړی دی چې د طالبانو اداره له دې مرستو څخه استفاده وکړي.
امریکا د افغانستان او یمن لپاره د خوراکي مرستو ځنډول تایید کړل
تمی بروس، سخنگوی وزارت امور خارجه آمریکا / عکس: Reuters / Reuters

امریکا افغانستان او یمن سره  د خوراکي توکو د مرستو ځنډول تایید کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تمی بروس، ، په یوه خبري ناسته کې وویل چې دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې ددې احتمال ډیر لوړی دی چې د طالبانو اداره له دې مرستو څخه استفاده وکړي.

هغه زیاته کړه: دا پرېکړه د استخباراتي ارزونو او د طالبانو د ادارې د بشري فعالیتونو په بهیر کې د مداخلې د اوږدمهاله اندېښنو پر بنسټ شوې ده.

بروس څرګنده کړه: موږ د "نړیوال خوراکي پروګرام" ځینې پروګرامونه د ځانګړو ملي یا پروژه وي لومړیتوبونو پر بنسټ محدود کړي دي، خو ډېری ځنډېدلي پروګرامونه د یمن او افغانستان پورې تړاو لري.

، د کابل ځینو اوسېدونکو د دې موضوع په غبرګون کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې افغانستان ته مرستې جاري وساتي  او  په اوسنیو سختو شرایطو کې باید عادي خلک قرباني نه شي.

نقیب‌الله، چې د کابل یو اوسېدونکی دی، وویل:

زما غوښتنه له طالبانو ادارې او نړیوالې ټولنې څخه دا ده چې مرستې مه بندوئ. موږ بې وسه خلک یو. په داسې کور کې ژوند کوم چې میاشتنی کرایه یې درې زره افغانۍ ده، خو په رښتیا نه پوهېږم چې دا پیسې له کومه پیدا کړم.

په همدې حال کې، د طالبانو د ادارې د اقتصاد وزارت بیا ټینګار کړی چې د نړیوالې ټولنې مرستې، په ځانګړې توګه د امریکا له لوري، باید سیاسي نه شي. د دې وزارت په وینا، د بشري مرستو دوام کولای شي د خلکو اقتصادي ستونزې یو څه راکمې کړي.

عبدالرحمن حبیب، چې د طالبانو د ادارې د اقتصاد وزارت ویاند دی، وویل:

د نړیوالو سازمانونو بشري مرستې، په ځانګړې توګه په بحراني حالاتو کې، د فقر کمولو، اقتصادي پرمختګ او د نابرابرۍ کمولو کې مهم رول لري او باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي.

له بلې خوا، د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د ډونلډ ټرمپ حکومت غواړي پاتې مرستې په بشپړ ډول له افغانستان سره بندې کړي.

وپلټۍ
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ