نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په انځورونو کې: کولمبیا د یوې خونړۍ زلزلې له امله له سخت حالت سره مخ دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
کولمبیا زلزله

په کولمبیا کې رامنخته شوي د ريښتر په کچه د ۷.۴ درجې په شدت سره زلزلې لږ تر لږه ۱۱۱ کسان وژلي او ۸۷ یې ټپیان کړي دي؛ دې زلزلې ودانۍ ویجاړې کړې او د جنوبي امریکا په دغه هېواد کې یې پراخه ورانی رامنخته کړی دی.

د کولمبیا په لویدیځ کې د ۷.۴ درجې یوې زورورې زلزلې له امله، چې ګڼشمیر ودانۍ یې ونړولې، روغتونونو او بنسټونو ته یې زیان ورساوه، لږ تر لږه ۱۱۱ کسان وژل شوي او ۸۷ نور ټپیان شوي دي. اوسمهال په بېلابېلو ښارونو کې د ژغورنې عملیات روان دي.

حکومت "ملي ناورین" اعلان کړی ځکه چې اضطراري ډلې په خاورو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو لټون کوي او چارواکي د ویجاړۍ کچه ارزوي. د زلزلې لړزه په ټوله کولمبیا او ګاونډیو هېوادونو اکوادور، پاناما او وینزویلا کې هم احساس شوې ده.

دا انځورونه د زلزلې لومړۍ شېبې او د هغې سمدستي اغېزې ښيي:

زلزلې په لوېدیځه کولمبیا کې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي، ګڼشمیر ودانۍ په جدي ډول نړېدلې او سړکونه له خځلو او کنډوالو ډک شوي دي.

مذهبي ودانیو ته هم زیان رسېدلی . ددې  زورورې لړزې وروسته د یوې کلیسا د مخې برخې نړېدلې دي.

په 'مانیزالیس' ښار کې، چارواکو د څو کسانو د مړینې او د لسګونو ودانیو د بشپړ یا جزوي ویجاړېدو خبر ورکړی. په انځورونو کې د ښار د لویې کلیسا (کیتډرل) یوې اصلي برج ته سخت زیان ښکاري.

ناروغان له طبي مرکزونو څخه بهر ایستل شوي دي، پداسې حال کې چې بیړني کارکونکي د ودانیو خوندیتوب ارزوي.

طبي کارکونکو او بیړني پرسونل په بهر کې د ناروغانو مرستې ته دوام ورکړی، ترڅو په سیمه کې د تلفاتو شمېر معلوم کړي.

ژغورونکو او ځايي خلکو په نړېدلو ودانیو کې د هغو کسانو لټون کاوه چې تر خاورو لاندې بند پاتې وو.

بیړنۍ ډلې د کانکریټو او ویجاړو شویو اوسپنو په منځ کې کار کوي، ترڅو د اوښتو زیانونو اندازه معلومه کړي.

د کولمبیا حکومت د خپلو مرستندویه هڅو د همغږۍ او پیاوړتیا لپاره 'ملي ناورین' اعلان کړی دی. ولسمشر 'ابیلارډو ډي لا اسپریلا' وویل چې هغه په مستقیم ډول د غبرګون مسؤلیت په غاړه اخیستی او د یوې متحدې قوماندې مرکز د جوړولو امر یې کړی دی. هغه وویل: "دولت شتون لري او اقدام کوي."

د پیریرا، مانیزالیس، کویبډو، ارمنیا، کارتاګو او بوناوینتورا هوایي ډګرونو د ودانیو د ارزونې لپاره خپل فعالیتونه وځنډول، پداسې حال کې چې د 'کالي' په هوایي ډګر کې هم د زیانونو راپور ورکړل شوی دی. د زلزلې زورور ټکانونه په اکوادور او پاناما کې هم احساس شوي دي.

 

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي