نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هوټل د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هند په پلازمینه نوي ډهلۍ کې په یو هوټل کې اورلګیدنه رامنځته شوه چې په ډیرۍ چټکۍ سره خپره شوه. د ژغورنې ډلو لسګونه کسان ژغورلي، په همدې حال کې پلټونکي د پېښې د لامل په اړه څېړنې کوي.
د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هوټل د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هوټل د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پولیسو ویلي چې د چهارشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي دي، چې دا په وروستیو کلونو کې د هند په پلازمېنه کې یو له ترټولو خونړیو اورلګېدنو څخه ده.

په هند کې په ودانیو کې اورلګېدنې د اور وژنې د وسایلو د نشتوالي او د خوندیتوب مقرراتو ته د پرله پسې نه پاملرنې له امله یو معمول کار ګرځېدلی دی.

د ډهلي پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي چې اور سهار وختي په "فلوریش سټې نومې هوټل کې ولګېد، چې د ښار په سویل کې په یوه ګڼه ګوڼه لرونکې سیمه کې موقعیت لري.

پولیسو په خپله اعلامیه کې ویلي: "په ډېرې خواشینۍ سره اعلان کوو چې په دې غمجنه پېښه کې ۲۱ کسان مړه شوي دي."

اعلامیه زیاتوي چې د ژغورنې او پلټنې عملیات روان دي او تر ۴۰ ډېر کسان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ژغورنې عملیات او د څېړنو پیل

چارواکو تایید کړه چې یو شمېر ټپیان نږدې روغتونونو ته وړل شوي دي، په داسې حال کې چې د پېښې په ځای کې د مړو د راایستلو هڅې لا هم دوام لري.

په هند کې اورلګېدنې یو تکراري امنیتي ګواښ دی، ځکه چې هلته د ودانیو مقررات په سمه توګه نه پلي کیږي، په ځانګړې توګه په هغو ښاري سیمو کې چې نفوس یې خورا زیات دی.

سیمه ییزو چارواکو پلټنې پیل کړې ترڅو معلومه کړي چې اور څنګه پیل شو او ایا د خوندیتوب له مقرراتو سرغړونې د تلفاتو په زیاتوالي کې رول درلود که نه.

 

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول