ټرمپ وویل چې د چین د ولسمشر سره لیدنې ته ډیر لیواله ندی ، خو که هغه غوښتنه وکړي امکان لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ "زه کېدای شي چین ته ولاړ شم، خو دا به  یوازې د چین د ولسمشر شي په بلنه وي، کومه چې وړاندې شوې ده. پرته له دې، هیڅ علاقه نشته! د دې موضوع په اړه ستاسو له  توجه څخه مننه."

/ AP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې هغه د خپل چینایي سیال، شي جینپینګ سره د لیدنې غوښتنه نه کوي، خو زیاته یې کړه چې هغه "کېدای شي" چین ته ولاړ شي، خو یوازې د د چین د ولسمشر  په بلنه.

ټرمپ په خپل شخصي  سوشیل پلیټ فارم  ټروت کې په خپورکړي پیغام کې وویل: "جعلي خبرونه راپور ورکوي چې ما  د چین د  ولسمشر شي سره د لیدنې غوښتنه کړې. دا سمه نه ده، زه هیڅ غوښتنه نه کوم!

"زه کېدای شي چین ته ولاړ شم، خو دا به  یوازې د چین د ولسمشر شي په بلنه وي، کومه چې وړاندې شوې ده. پرته له دې، هیڅ علاقه نشته! د دې موضوع په اړه ستاسو له  توجه څخه مننه."

د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ درېیم پړاو خبرې، چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ او د چین د مرستیال لومړي وزیر هی لیفینګ لخوا يي مشري کېږي، د چهارشنبې تر ورځې پورې د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې ترسره کېږي.

د تعرفو موقتي اوربند

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی  تمه کېږي چې بیجینګ او واشنګټن به د سټاکهولم په خبرو کې چې د دوشنبې په ورځ پیل کېږي، د تعرفو موقتي اوربند درې میاشتې نور وغځوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې د هغه اداره د چین سره د سوداګرۍ یوې موافقې ته نږدې شوې ده، خو نور جزئیات یې ورنه کړل.

هغه خبریالانو ته وویل: "موږ د چین سره یوې موافقې ته ډېر نږدې یو. موږ په حقیقت کې د چین سره یوه موافقه کړې ده، خو وګورو چې دا څنګه پرمخ ځي." دا خبرې هغه د اروپایي کمېسیون له مشرې اورسولا فون دیر لاین سره د سکاټلنډ په یوه غونډه کې وکړې.