نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د ورځې مهم خبرونه
ټرمپ وايي د ایران په اړه د شي جین پینګ مرستې ته اړتیا نه لري
د ورځې مهم خبرونه
ټرمپ وايي د ایران په اړه د شي جین پینګ مرستې ته اړتیا نه لري / Reuters


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې چین ته د خپل راتلونکي سفر په ترڅ کې به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د ایران د جګړې په اړه خبرې وکړي، خو ټینګار یې وکړ چې د بیجینګ مرستې ته اړتیا نه لري.
دا دواړه مشران په پام کې لري چې د سوداګرۍ او پر ایران د امریکا او اسراییلو د جګړې په اړه د کړکیچ په ترڅ کې، له شپږو میاشتو څخه زیات وخت وروسته خپله لومړۍ مخامخ لیدنه وکړي.
ټرمپ په داسې حال کې بیجینګ ته ځي چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې لا هم په ټپه ولاړې دي. چین له ایران سره نږدې اړیکې لري او د دغه هېواد د تېلو یو لوی پیرودونکی پاتې شوی دی.

ایران له امریکا سره د نویو خبرو اترو لپاره پنځه ضمانتونه غواړي
ایران ویلي چې له پنځو "لږ تر لږه ضمانتونو" پرته به له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو دویم پړاو ته داخل نه شي.
تهران د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي، په ځانګړې توګه په لبنان کې، او ورسره یوځای د بندیزونو د لرې کولو او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خلاصولو غوښتونکی دی.
ایراني چارواکي همدا راز د جګړې د زیانونو د جبران او د هرمز تنګي باندې د خپل حاکمیت د حقونو د پیژندلو غوښتنه کوي. فارس خبري اژانس ویلي چې تهران دا غوښتنې د پاکستاني منځګړیو له لارې رسولې دي.

د اوربند سره سره په جنوبي لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۴ کسان ووژل شول
په جنوبي لبنان کې د اسرائیلو بریدونو د اوربند د تړون د عملي کېدو سره سره، لږترلږه ۱۴ کسان وژلي دي.
په وژل شویو کې د نبطیه په ولسوالۍ کې روغتیايي کارکونکي، یو لبنانی سرتیری او ملکي وګړي شامل دي.
د لبنان ملي خبري اژانس ویلي چې په "کفر دونین" کې پر یوه کور د شپې ناوخته برید کې شپږ کسان وژل شوي. د مارچ له دویمې راهیسې په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۲۸۴۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي.

فرانسه: د هنټا ویروس په خپرېدو کې د بڼې بدلون خطر لا څرګند نه دی
فرانسوي چارواکو ویلي چې لا تر اوسه معلومه نه ده چې ایا د "MV Hondius" په سیاحتي کښتۍ کې د هنټا ویروس (hantavirus) خپره شوې بڼه بدلون موندلی که نه.
د روغتیا وزیرې "سټیفني ریسټ" وویل چې چارواکي "تر ډیره ډاډمن" دي خو لا هم د بشپړ جنیټیکي ترتیب  پایلو ته انتظار باسي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې تر اوسه پورې د دې ویروس په بڼه کې د کومې غیر معمولي نښې نښانې نشته. دا ناروغي د هنټا ویروس له "انډیز"  ډول سره تړاو لري چې مخکې په ارجنټاین کې لیدل شوی و. د روغتیا نړیوال سازمان نهه پېښې تایید کړې او خبرداری یې ورکړی چې د نورو کسانو د اخته کېدو احتمال هم شته.

د کینز د منصفه پلاوي غړي د غزې په اړه د دریځ له امله پر هالیوډ نیوکه وکړه
د کنز (Cannes) د فلم فیستیوال د منصفه پلاوي غړي "پاول لاورټي" پر هالیوډ تور پورې کړ چې هغه اداکاران یې په "تورو لیستونو" کې شامل کړي چې د غزې پر وړاندې د اسرائیلو د "نسل وژنې جګړې" مخالفت کوي.
لاورټي په دغه فیستیوال کې د خپلو څرګندونو پرمهال "سوزان سارینډن"، "جاویر بارډیم" او "مارک روفالو" د مثال په توګه یاد کړل.
دغه فلم لیکونکي وویل چې هالیوډ باید د هغې طریقې له امله "شرمنده" وي چې له فلسطین پلوه غږونو سره یې کړې ده. لاورټي د کینز د فیستیوال ستاینه وکړه چې د سارینډن انځور یې د سږکال د فیستیوال په پوسټر کې کارولی دی. سارینډن په ۲۰۲۳ کال کې په یوه فلسطین پلوه لاریون کې د څرګندونو وروسته له سختو غبرګونونو سره مخ شوې وه.

 

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه