منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ ناوخته ابوظبي ته ورسید. دا د ایران او امریکا-اسرائیل ترمنځ د تېرې څلور میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د تېرې اونۍ د هوکړې وروسته د هغه لومړی لوړپوړی ډیپلوماټیک ماموریت دی.
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ ترڅو هغو خلیجي متحدینو ته ډاډ ورکړي چې د ایران په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې هوکړې له ځینو برخو، په ځانګړي ډول د ۳۰۰ میلیارد ډالرو وړاندیز شوي فنډ (صندوق) په اړه اندیښمن دي. دوی دغه امتیازات د خپل سیمه ییز دښمن (ایران) لپاره خورا ډیر بولي.

روبیو د سه شنبې په ورځ ناوخته ابوظبي ته ورسید. دا د ایران او امریکا-اسرائیل ترمنځ د تېرې څلور میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د تېرې اونۍ د هوکړې وروسته د هغه لومړی لوړپوړی ډیپلوماټیک ماموریت دی.

کله چې له روبیو څخه وپوښتل شول چې ایا هغه د دې تړون په اړه د متحدینو اندیښنو ته ځواب وايي، هغه خبریالانو ته وویل: "دا موضوع به یقیناً په دې بحثونو کې راپورته شي." هغه زیاته کړه چې دوی به پر هغو مسایلو هم خبرې وکړي چې په تفاهم لیک کې نه دي شامل شوي.

د امریکا دغه لوړپوړی ډیپلوماټ په وروستیو اونیو کې د ایران په تړاو بحثونو کې تر ډیره غایب و، او پر ځای یې د ولسمشر مرستیال جې ډي وانس د تېرې اونۍ په پای کې په سویس کې له ایراني لوري سره د خبرو اترو مشري کوله.

سیمې ته د روبیو د سفر په ترڅ کې د هغه څرګندونې به په دقت سره وڅارل شي، ترڅو ولیدل شي چې دغه سړی چې یو وخت د ایران یو له سختو منتقدینو څخه و، اوس د داسې یوې هوکړې دفاع څنګه کوي چې ډیری جمهوري غوښتونکي یې "تسلیمي" بولي.

روبیو او وانس دواړه پخواني سناتوران دي او د جمهوري غوښتونکي ګوند په حلقو کې د ټرمپ د احتمالي ځای ناستو په توګه لیدل کیږي. د روبیو ماموریت خورا نازک دی: هغه باید له یوې خوا د داسې هوکړې دفاع وکړي چې ټرمپ یې ملاتړ کوي، او له بلې خوا باید د خپلو خلیجي شریکانو اندیښنو ته د باور وړ ځوابونه ورکړي.

خلیجي متحدین په ځانګړې توګه اندیښمن دي چې ایران به وکولی شي د بیا رغونې لپاره وړاندیز شوی ۳۰۰ ملیارد ډالري فنډ د خپل پوځ د بیا رغولو لپاره وکاروي. همدارنګه، دغه تړون د تهران د بالستیک توغندیو د وړتیا موضوع نه ده حل کړې؛ دا هغه موضوع ده چې خلیجي هیوادونه یې په اړه سخت حساس دي، ځکه په تیره جګړه کې دا ټول هیوادونه د ایران د توغندیو او ډرون بریدونو هدف ګرځیدلي وو.

روبیو به له متحده عربي اماراتو او کویټ څخه لیدنه وکړي. دواړه هیوادونه د امریکا ستراتیژیکې پوځي اډې لري او دواړه د ایران د بریدونو له امله د ځاني تلفاتو شاهدان وو. متحده عربي امارات له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی، ځکه جګړې د دې هیواد د غیر نفټي اقتصاد زرګونه بهرني متخصصین تېښتې ته اړ کړل، چې دې کار د دغه نړیوال مالي مرکز پر راتلونکي ثبات پوښتنې راپورته کړې دي.

تیره اونۍ رویټرز خبر ورکړ چې ایران په عراق کې نوې پټې شبکې جوړې کړې ترڅو پر خلیجي هیوادونو بریدونه وکړي. دغو شبکو د اپریل او مۍ میاشتو په موده کې په کویټ، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان کې لږترلږه اوه ډرون بریدونه ترسره کړي دي.

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده