نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا پر اسرائیلو،عربي متحده اماراتو، کویټ او قطر د ۸ عشاریه ۶ میلیاردو ډالرو وسلو خرڅلاو منظور کړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ خپلو متحدینو، اسرائیلو، قطر، کویټ او عربي متحده اماراتو ته، د ۸.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو خرڅلاو منظور کړی دی.
امریکا پر اسرائیلو،عربي متحده اماراتو، کویټ او قطر  د ۸ عشاریه ۶ میلیاردو ډالرو وسلو خرڅلاو منظور کړ
امریکا پر اسرائیلو،عربي متحده اماراتو، کویټ او قطر د ۸ عشاریه ۶ میلیاردو ډالرو وسلو خرڅلاو منظور کړ / Reuters


د ایران د جګړې د اوربند په ترڅ کې، امریکا اسرائیلو، عربي متحده اماراتو، کویټ او قطر ته له ۸.۶ میلیارد ډالرو څخه د ډېرو وسلو خرڅلاو منظور کړ

دا اعلانونه په داسې حال کې شوي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل نهه اونۍ او د یوه ماتېدونکي اوربند له عملي کېدو څه باندې درې اونۍ تېرېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ خپلو متحدینو، اسرائیلو، قطر، کویټ او عربي متحده اماراتو ته، د ۸.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو خرڅلاو منظور کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت دا اعلانونه د جمعې په ورځ په داسې حال کې وکړل چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل نهه اونۍ او د پاکستان په منځګړیتوب د یوه ماتېدونکي اوربند له عملي کېدو څه باندې درې اونۍ تېرېږي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلانونو کې قطر ته د ۴.۰۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د "پټریوټ" هوايي او توغندیز دفاعي سیستم د اکمالاتو خدمتونه او د ۹۹۲.۴ میلیون ډالرو په ارزښت د پرمختللو دقیقو وژونکو وسلو سیستمونو (APKWS) خرڅلاو شامل دی.

په دې کې کویټ ته د ۲.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د جګړې د یو ځای شوي قوماندې سیستم او اسرائیلو ته د ۹۹۲.۴ میلیون ډالرو په ارزښت د پرمختللو دقیقو وژونکو وسلو سیستمونو (APKWS) خرڅلاو هم منظور شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت عربي متحده اماراتو ته د ۱۴۷.۶ میلیون ډالرو په ارزښت د وسلو خرڅلاو منظور کړی دی.

د امریکا د  بهرنیو چارو وزارت ویلي چې قطر، اسرائیلو او عربي متحده اماراتو ته د وسلو د خرڅلاو اصلي قراردادي شرکت BAE Systems و.

وزارت زیاته کړه چې کویټ ته د جګړې د یو ځای شوي قوماندې سیستم او قطر ته د پټریوټ هوايي او توغندیز دفاعي سیستم د اکمالاتو په خرڅلاو کې RTX او Lockheed Martin اصلي قراردادي شرکتونه وو.

د کویټ په خرڅلاو کې Northrop Grumman هم یو له اصلي قراردادیانو څخه و.

ځنډېدلې جګړه

امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل، چې تهران یې په خلیج کې د امریکا د متحدینو پر وړاندې غچ اخیستنې ته اړ کړ او د هرمز تنګي د تړلو لامل شو.

جګړه د اپرېل له ۸مې راهیسې ځنډېدلې ده، او له هغه راهیسې د مستقیمو خبرو یوازې یو پړاو ناکام شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې په کور دننه د جګړې لپاره د کانګرس د اجازې اخیستلو له فشار سره مخ دی، د جمعې په ماسپښین یې قانون جوړوونکو ته په یوه لیک کې لیکلي چې دښمني "پای ته رسېدلې" ده — که څه هم د امریکا په پوځي دریځ کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

ایران د هرمز پر تنګي خپله کلکه ولکه ساتلې ده، چې د تېلو، ګازو او سرې لوی جریانونه یې بند کړي دي، په داسې حال کې چې متحده ایالاتو د ایران پر بندرونو متقابل بندیز لګولی دی.

ټرمپ د جمعې په ورځ دا هم وویل چې هغه د ایران له نوي مذاکراتي وړاندیز څخه "راضي نه دی".

د IRNA خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران د پنجشنبې په ماښام د وړاندیز متن منځګړي پاکستان ته سپارلی، خو د محتوياتو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

 

وپلټۍ
د چین او امریکا مشرانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتولو او لا پیاوړې کولو موافقه وکړه.
ایران او متحده عربي امارات په نوي ډیلي کې د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې سره  مشاجره وکړه
تورکیې او قزاقستان د نویو تړونونو په لاسلیکولو سره خپله دفاعي او انرژيکي ملګرتیا پیاوړې کړه
اسرائیلو د اېف-۳۵ جنګي الوتکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
ملګري ملتونه : په افغانستان کې د وچکالۍ بحران لا پسې ژور شوی دی
هندي چارواکي : په عمان کې د هند بیرغ لرونکې کښتۍ د برید له امله ډوبه شوې، عمله یې وژغورل شوه
روسیه د افغانستان له واکمنو طالبانو سره یو بشپړ او هر اړخیز شراکت رامنځته کوي.
لسګونه غیرقانوني اسرائیلي میشتي د پولیسو تر ساتنې لاندې الاقصی جومات ته ننوتل
د هند په شمالي سیمو کې د سختو طوفانونو له امله نږدې ۹۰ کسان وژل شوي دي
شي جنپینګ ټرمپ ته خبرداری ورکړ چې که د تایوان مسله په سمه توګه حل نه شي،'نښتې او شخړې'به رامنځته شي
د اوکراین پلازمینه کیف د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو له لوی برید سره مخ شوې.
په هند کې د "برېکس"د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران د جګړې تر سیوري لاندې پیل شوه
اماراتو د ایران د جګړې پر مهال دغه هیواد ته د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر نتنیاهو پټ سفر رد کړ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې له وسله والو سره په نښته ۵ سرتېري او ۷ وسله وال وژل شوي
مهم خبرونه