د روسیې په مرکزي سیمه کې د تیلو ډک اوګاډی له پټلۍ ووت او اور يي واخیست
د تمبوف والي یِوګیني پېروی شوف وویل چې د میچورینسک ښار د کوچېتووکا تمځای کې له پټلۍ د وتلو وروسته ۱۱ د پټرولو ډک ټانکر واګونونه او پنځه د ګازو ډک واګونونو اور واخیست.
د تمبوف سټېشن ته نږدې یوې چاودنې ۱۶ د ټانکر واګونونه وسوځول، چې بیړني عمله یې د مهارولو لپاره ستر عملیاتو ته اړ کړه.
د سیمې چارواکو وویل چې د چهارشنبې په ورځ د روسیې د تمبوف سیمې د کوچېتووکا-۲ د اورګاډي تمځای ته نږدې د تېلو لېږدونکی باروړونکی اورګاډی له پټلۍ واوښت، چې له امله یې زوروره چاودنه وشوه او لوی اور ولګېد چې ۱۶ د ټانکر واګونونه یې وسوځول.
د تمبوف والي یِوګیني پېروی شوف وویل چې د میچورینسک ښار د کوچېتووکا تمځای کې له پټلۍ د وتلو وروسته ۱۱ د پټرولو ډک ټانکر واګونونه او پنځه د ګازو ډک واګونونو اور واخیست.
پېروی شوف په ټیلیګرام کې ولیکل: «د اور وژنې دوه اورګاډي او ۲۵ د تجهیزاتو واحدونه په سیمه کې کار کوي»، او زیاته یې کړه چې د پېښې لامل لا تر اوسه نه دی معلوم.
د بېړنیو حالاتو وزارت سیمه ییز دفتر مخکې ویلي وو چې اور په شاوخوا ۱۰۰۰ مربع مترو ساحه کې محدود شوی دی.
پېروی شوف وویل: کله چې اور په بشپړه توګه مړ شي، متخصصین به د پټلۍ د زیان د ارزونې لپاره معاینه ترسره کړي، او وروسته به د ترمیم ډلې د بیا رغونې کارونه پیل کړي.
مرستیال والي یِوګیني زیمینکو وویل چې په میچورینسک کې د اورګاډي تګ راتګ بېرته عادي شوی، خو د پېښې په ځای کې د پاکولو عملیات لا هم دوام لري.