نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د روسیې په مرکزي سیمه کې د تیلو ډک اوګاډی له پټلۍ ووت او اور يي واخیست
د تمبوف والي یِوګیني پېروی ‌شوف وویل چې د میچورینسک ښار د کوچېتووکا تمځای کې له پټلۍ د وتلو وروسته ۱۱ د پټرولو ډک ټانکر واګونونه او پنځه د ګازو ډک واګونونو اور واخیست.
د روسیې په مرکزي سیمه کې د تیلو ډک اوګاډی له پټلۍ ووت او اور يي واخیست
د روسیې په مرکزي سیمه کې د تیلو ډک اوګاډی له پټلۍ ووت او اور يي واخیست / Reuters
5 فبروري 2026

د تمبوف سټېشن ته نږدې یوې چاودنې ۱۶ د ټانکر واګونونه وسوځول، چې بیړني عمله یې د مهارولو لپاره ستر عملیاتو ته اړ کړه.

د سیمې چارواکو وویل چې د چهارشنبې په ورځ د روسیې د تمبوف سیمې د کوچېتووکا-۲ د اورګاډي تمځای ته نږدې د تېلو لېږدونکی باروړونکی اورګاډی له پټلۍ واوښت، چې له امله یې زوروره چاودنه وشوه او لوی اور ولګېد چې ۱۶ د ټانکر واګونونه یې وسوځول.

د تمبوف والي یِوګیني پېروی ‌شوف وویل چې د میچورینسک ښار د کوچېتووکا تمځای کې له پټلۍ د وتلو وروسته ۱۱ د پټرولو ډک ټانکر واګونونه او پنځه د ګازو ډک واګونونو اور واخیست.

پېروی‌ شوف په ټیلیګرام کې ولیکل: «د اور وژنې دوه اورګاډي او ۲۵ د تجهیزاتو واحدونه په سیمه کې کار کوي»، او زیاته یې کړه چې د پېښې لامل لا تر اوسه نه دی معلوم.

د بېړنیو حالاتو وزارت سیمه ‌ییز دفتر مخکې ویلي وو چې اور په شاوخوا ۱۰۰۰ مربع مترو ساحه کې محدود شوی دی.

پېروی ‌شوف وویل: کله چې اور په بشپړه توګه مړ شي، متخصصین به د پټلۍ د زیان د ارزونې لپاره معاینه ترسره کړي، او وروسته به د ترمیم ډلې د بیا رغونې کارونه پیل کړي.

مرستیال والي یِوګیني زیمینکو وویل چې په میچورینسک کې د اورګاډي تګ راتګ بېرته عادي شوی، خو د پېښې په ځای کې د پاکولو عملیات لا هم دوام لري.

وپلټۍ
لوړپوړې اروپايي چارواکې د امریکا د اروپا ضد نیوکو پر وړاندې سخت غبرګون وښود
روسیه دا ادعا ردوي چې بریکس غواړي په پوځي اتحاد بدل شي
د راپورونو له مخې، تر ۵۰ زرو ډېر اسرائیلي سرتېري بهرنی تابعیت لري
د اسرائیل د ملي امنیت وزیر  پر فلسطیني بندیانو د لا زیات فشار غوښتنه وکړه
مکرون: اروپا باید زده کړي چې یو جیوپولیټیک ځواک شي
تورکیې د اروپايي پارلمان وروستي پرېکړه لیکونه په کلکه رد کړي او سخت غبرګون يي وښود
د جرمني لومړی وزیر مېرز: اروپايي ټولنه باید له تورکیې، برازیل او هند سره ملګرتیاوې جوړې کړي
تهران په لاریونونو کې د زرګونو کسانو له وژل کېدو وروسته د حقیقت موندنې کمیسیون جوړ کړ
ملګري ملتونه: سږ کال له پاکستان او ایران څخه ۱۵۰،۰۰۰ افغانان راستانه شوي دي
د بنګله دیش د ټاکنو پایلې اعلان شوې. ملیتپالو ګوند غوڅ بری ترلاسه کړ
د اوکراین په اودیسا سیمه کې په بندر باندې د روسیې په هوايي برید کې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شو
د یمن حکومت او حوثیانو په اردن کې د بندیانو په اړه خبرې اترې وکړې
غزې له ملي کمېټې وغوښتل چې په "بېړني" ډول دغه کلابندې سیمې ته ننوځي
بي این پي (BNP) په بنګله دېش کې د ټاکنو د ګټلو ادعا وکړه؛ امریکا د دې "تاریخي" بریا مبارکي ورکړه
روغتیا نړیوال سازمان وايي، د رفح په لاره کې محدودیتونه دوام لري