لیدلوری
نوښتګري
5 د لوستلو دقیقې
په سپوږمۍ او حتا په مریخ کې کرنه ممکن ده
یو داسې نړۍ تصور کړئ چې انسانان په کې وکولی شي په سپوږمۍ یا حتی په مریخ کې  کرنه  وکري.
په سپوږمۍ او حتا په مریخ کې کرنه ممکن ده
/ TRT Global

  دا ممکن د علمي افسانې په څېر ښکاره شي، خو دا ورو ورو حقیقت ته نږدې کېږي.

 په دې برخه کې به موږ یوه مهمه نوې لاسته راوړنه وڅېړو چې کولی شي انسانانو سره مرسته وکړي چې په نورو سیارو کې ژوند وکړي او کرنه وکړي.

ترکۍ ساینسپوهان د شرنکیلا  پاروالا په نامه په  یو نبات  چې  هم  مځکه  او او هم په  فضا  کې په دواړو کې ، تجربې ترسره کوي. دا نبات ممکن په فضا کې د خوړو کرلو لپاره کلیدي رول ولوبوي. راځئ چې وګورو څنګه.

استاد اوزګور اوزیلډای، چې دا څېړنه رهبري کوي، وایي چې د انسان بقا د نباتاتو پورې اړه لري. هغوی موږ ته اکسیجن او خواړه برابروي – دوه هغه شیان چې پرته له هغو موږ ژوند نشو کولی. خو که موږ غواړو چې په نورو سیارو کې ژوند وکړو، زموږ د لویې ستونزې سره مخامخ یو چې هغه هم  خاوره ده  چې د "ریګولیت" په نوم یادیږي. دا هغه ډول خاوره ده چې په فضا کې موندل کیږي. دا په بشپړه توګه د ځمکې له خاورې څخه توپیر لري. دا زهرجن او بې حاصله ده، له زیانمنو مالګو او فلزاتو ډکه ده.

اوزګور وايي چې د ریګولیت سرنۍ طبقې د هغو نباتاتو لپاره چې موږ یې مصرفوو د ریښو د لویو لپاره ډیره مناسبه نده. برسېره پر دې، ریګولیت  د دنیا د خاورې په څیر اوبه نه ساتي لکه. له ځمکې څخه د اوبو لیږدول خورا لګښت لري، نو موږ باید یو نوی لاره پیدا کړو ترڅو په دې سختو شرایطو کې خواړه وکرو.

دلته بیا د  شرنکیلا  پاروالا په نامه بوټی  زمونږ مرستې ته رادانګي. دا قوي کوچنی نبات، چې په تورکيه کې د مالګې په جهيل کې موندل کېږي، په مالګینو شرایطو کې غوړېږي. دا یوه "هالوفایټ" یعنې په خپلو حجرو کې د مالګې ذخیره کوونکی بوټی دی. په خورا سختو چاپیریالونو کې ژوندي پاتې کېدی شي، حتی کله چې د کرومیم، بوران، او لیتیم په څېر کیمیاوي موادو سره هم مخ شي چې نور ډیری نباتات وژني. دا نبات په فضا کې د کرنې لپاره یو غوره نوماند جوړوي.

خو یواځې د ریګولیت اجزاوې مهمې نه دي. یو شی چې په ځمکه کې یې ازموینه نشي کیدی، هغه دا دی چې آیا دا نباتات پرته له جاذبې کرل کېدی شي او که نه. د دې  د معلومولو لپاره، تورکۍ ساینسپوهانو یوه زړور ګام پورته کړ. د ۲۰۲۴ کال د جنوري په ۱۸ مه نيټه  د تورکیې لومړني فضانورد، الپر ګیزر اوجي، له ۵۰ څخه زیات د شرنکیلا  پاروالا تخمونه نړیوال فضایي سټیشن ته انتقال کړل. تخمونه د سټیشن په لابراتوار کې وکرل شول، چې د سپوږمۍ یا مریخ ته ورته شرایطو په برابرولو سره . هدف؟ دا معلومول دي چې آیا دا نبات په فضا کې وده کولی ش او که نه.

 دې تجربې ښه نتیجه ورکړه.  تخمونه وټوکېدل او لومړنۍ پاڼې یې راووتې! ساینسپوهان ډېر خوشحاله وو. په اتو ورځو کې، نبات تر توقع ډېر وده وکړه. خو په دې تجربې کې تر ټولو په زړه پورې خبره دا وه، چې د دې نبات ریښې څنګه وده وکړه... وګورئ، په ځمکه کې نباتات خپلې ریښې ښکته خوا غځوي ځکه چې د جاذبې قوې له خوا لارښود کېږي. خو په فضا کې، ریښې د جاذبې د نشتوالي له امله په غیر متوقع لوریو کې وده وکړه. سره له دې چې دا یوه ستونزمنده خبره وه خو نبات ژوندي پاتې شو او ښه وده یې وکړه.

د تورکیې لومړني ستورمزلي ګیزراوجي ځمکې ته د راستنېدو دمخه، په فضا کې کرل شوي نمونې راټولې کړې او د راستنیدو سفر لپاره یې په منفي ۸۰ درجې سانتي ګراد کې خوندي کړې. نمونې د فبرورۍ په ۲۹ مه ایجي پوهنتون ته ورسیدې. ساینسپوهانو بیا څېړنه وکړه چې په فضا کې کرل شوي نباتات د ځمکې په نباتاتو سره څنګه پرتله کېږي. هغوی غوښتل پوه شي چې آیا نبات په فضا کې هم هغومره قوي دی لکه څنګه چې په ځمکه کې دی. که بریالي شي، دا نبات کولی شي د فضا د استوګنځي یو له سترو ننګونو په فضا کې د خوړو کرنه حل کړي .

اوزګور اوزیلډای وړاندیز کوي چې شرنکیلا  پاروالا د ریګولیت په سر د "پوښني نبات" په توګه وکارول شي ترڅو خاوره نورو نباتاتو لپاره چمتو کړي. نبات کولی شي د سپوږمۍ او مریخ کلکه، زهرجن ریګولیت تجزیه کړي، او دا په داسې خاوره بدله کړي چې ژوند ملاتړ کولی شي. دا حتی د خاورې د اوبو ساتلو وړتیا ښه کولی شي، چې دا د فضا کرنې لپاره خورا مهم دی.

 نو، دا ټول څه معنی لري؟ ښه، دا کوچنی نبات له تورکیې څخه ممکن زموږ لومړنی ګام وي چې نورې سیارې د انساني ژوند لپاره چمتو کړو. د دې توان چې په سختو شرایطو کې وده وکړي، موږ ته د ځمکې نه هاخوا د کرنې راتلونکي لپاره هیله راکوي.

 

وپلټۍ
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ