نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
پنټاګون په کیوبا کې د احتمالي نظامي عملیاتو لپاره پلان جوړونه "ګړندۍ" کړې ده
یو ایس اې ټوډې د چهارشنبې په ورځ د دوو نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د چمتووالي د زیاتولو لارښوونې وروسته له هغه وشوې چې د ټرمپ ادارې پر کیوبا باندې د احتمالي نظامي اقدام پریکړه وکړه
پنټاګون په کیوبا کې د احتمالي نظامي عملیاتو لپاره پلان جوړونه "ګړندۍ" کړې ده
پنټاګون په کیوبا کې د احتمالي نظامي عملیاتو لپاره پلان جوړونه "ګړندۍ" کړې ده / AFP

پنټاګون په کیوبا کې د احتمالي نظامي عملیاتو لپاره پلان جوړونه "ګړندۍ" کړې ده
د "یو ایس اې ټوډې" (USA Today) د راپور له مخې، چې د دوو باخبره سرچینو په حواله یې لیکلي، د ټرمپ د ادارې لخوا په ټاپو (کیوبا) کې د احتمالي نظامي عملیاتو د امر په صورت کې د چمتووالي د زیاتولو لارښوونې شوې دي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، پنټاګون په کیوبا کې د احتمالي نظامي برید لپاره پلان جوړونه "ګړندۍ" کړې ده.

یو ایس اې ټوډې د چهارشنبې په ورځ د دوو نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د چمتووالي د زیاتولو لارښوونې وروسته له هغه وشوې چې د ټرمپ ادارې پر ټاپو باندې د احتمالي نظامي اقدام پریکړه وکړه؛ دا ګام د کلونو اقتصادي فشار وروسته د کړکېچ د احتمالي زیاتوالي نښه ده.

په جلا توګه، د "زیتیو" (Zeteo) خبري سایټ د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې امریکایي چارواکو ته د سپینې ماڼۍ لخوا "نوی لارښود" ورکړل شوی ترڅو د کیوبا په وړاندې د احتمالي نظامي اقدام لپاره پلانونه پراخ او جدي کړي.

یوه پنټاګون چارواکي د اناتولیا خبري اژانس ته وویل: "موږ به پر فرضي سناریوګانو تبصره ونه کړو. وزارت د بېلابېلو بیړنیو حالاتو لپاره پلانونه جوړوي او تل چمتو دی چې د ولسمشر حکمونه لکه څنګه چې ورته ویل کیږي، پلي کړي."

دا راپورونه وروسته له هغه خپاره شول چې ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل، له ایران سره د جګړې وروسته امریکا شاید "کیوبا ته هم سر ورښکاره کړي (ورشي)." هغه زیاته کړه چې دا ټاپو یو "ناکام ملت" دی. تر دې وړاندې، ټرمپ اشاره کړې وه چې هغه کولای شي کیوبا "ونیسي" یا یې "آزاده" کړي.

'د خبرو اترو وړ نه ده'
د کیوبا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، انیانسي روډریګز کامېجو، تر دې وړاندې اناتولیا اژانس ته ویلي وو چې د هغې د هیواد سیاسي نظام او رهبري "د خبرو اترو وړ نه ده،" خو هغې د دوه اړخیزو ګټو په مسلو کې د خبرو اترو لپاره چمتووالی وښود. هغې وویل: "له متحده ایالاتو سره په خبرو کې د دوه اړخیزو ګټو ډیری مسلې شته چې موږ کولی شو په همکارۍ سره پرې کار وکړو."

کیوبا له اوږدې مودې راهیسې له سخت اقتصادي بحران سره مخ ده چې په کې د سون توکو کمښت، د برښنا دوامداره پرچاوۍ او خوړو او درملو ته محدود لاسرسی شامل دی. په هاوانا کې چارواکي د دې ټولو ستونزو لامل د امریکا لخوا لګول شوي لسیزې زاړه بندیزونه بولي، په داسې حال کې چې امریکایي چارواکي بیا ادعا کوي چې د دې بدبختۍ لامل د کیوبا جوړښتي اقتصادي ستونزې دي.

 

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي