نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د ایران په بندر کې د چاودنې له امله د ۴۶ کسانو تر وژل کېدو دوه ورځې وروسته لا هم اورونه بل دي
د ایران دولتي تلویزیون د اور وژونکو انځورونه وښودل چې اور مړ کوي، او ویلي یې دي چې د اور له بشپړ کنټرول وروسته به د زیان اندازه معلومه شي.
د ایران په بندر کې د چاودنې له امله د ۴۶ کسانو تر وژل کېدو دوه ورځې وروسته لا هم اورونه بل دي
Containers burning on Sunday, after a massive explosion and fire rocked a port near the southern port city of Bandar Abbas, Iran, on Saturday. / AP

د دولت تلویزیون راپور ورکړی دی چې، د ایران د اور وژنې ټيم د دوشنبې په ورځ د هېواد تر ټولو لوی سوداګریز بندر کې د سختو اورونو سره مبارزه وکړه، دوه ورځې وروسته له هغې چې یوې سترې چاودنې لږ تر لږه ۴۶ کسان ووژل. 

دغه چاودنه د شنبې په ورځ د ایران په جنوب کې د ستراتیژیک هرمز تنګي ته نږدې په شهید رجایي بندر کې شوې وه، چې د نړۍ د تېلو د تولید پنځمه برخه له دې لارې تېریږي.

د رسمي ایرنا خبري اژانس د هرمزګان ولایت د بحران مدیریت مشر مهرداد حسن زاده له قوله ویلي: "د شهید رجایي بندر په اور کې د مړو شمېر ۴۶ ته رسېدلی دی."

چارواکو ویلي وو چې له ۱۰۰۰ څخه زیات کسان ټپیان شوي دي، خو حسن زاده وویل چې ډېری یې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي. هغه زیاته کړه: "یوازې ۱۳۸ ټپیان اوس هم په روغتون کې دي."

د ایران د سره میاشت لخوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې د سیمې په یوه برخه کې دروند تور لوګی د ټیټو لمبو څخه پورته کېږي، چې د اور وژنې یوه چورلکه پرې الوتنه کوله.

تر اوسه دا څرګنده نه ده چې چاودنه څنګه شوې، خو د بندر د ګمرک دفتر ویلي چې دا ښایي د خطرناکو او کیمیاوي موادو د ذخیره کولو په ځای کې د اور له امله رامنځته شوې وي. د ایران ستر مشر علي خامنه اي د دې پېښې د څېړلو امر کړی ترڅو معلومه کړي چې ایا کومه بې پروایي شوی او یا په قصدي وه.

خلکو د خپل ژوند د ژغورلو لپاره منډې وهلې

په ټولنیزو رسنیو کې د څارنې کمرې انځورونه ښيي چې پېښه په تدریجي ډول پیل شوه، لومړی یو کوچنی اور او نارنجي-نسواري لوګی ښکاره شو، بیا یوه اورینه ګوله راپورته شوه. انځورونه ښيي چې کوچنی اور د ګودام مخې ته د څو کانټینرونو ترمنځ پیل شو.

یو کوچنی فورک لیفټ لارۍ د لوګي سیمې ته نږدې تېرېده او خلک هم هلته ګرځېدل. شاوخوا یوه دقیقه او اته ثانیې وروسته له دې چې اور او لوګی ښکاره شول، یوه اورینه ګوله راپورته شوه، په داسې حال کې چې موټرونه نږدې تېرېدل.

ولسمشر مسعود پزشکيان د یکشنبې په ورځ د بندر عباس په نږدې ښار کې د ټپیانو درملنې لپاره روغتونونو ته ورغی. د چاودنې له امله چارواکو په سیمه کې ټول ښوونځي او دفترونه تړلي او خلکو ته یې سپارښتنه کړې چې "تر بلې خبرتیا پورې" له کورونو څخه بهر ونه وځي او د محافظتي ماسکونو څخه کار واخلي.

د دفاع وزارت ویاند رضا طلایي نیک وروسته دولتي تلویزیون ته وویل چې "په دې سیمه کې د پوځي تېلو یا پوځي کارونې لپاره کوم وارداتي یا صادراتي بار نه و." روسیې د اورونو د قابو کولو لپاره متخصصین استولي دي.

چارواکو دوشنبه ملي ماتم اعلان کړی، په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ په هرمزګان ولایت کې درې ورځنی ماتم پیل شو، چیرې چې بندر موقعیت لري. دغه چاودنه په داسې حال کې شوې چې د ایران او امریکا پلاوي په عمان کې د تهران د اټومي پروګرام په اړه د لوړې کچې خبرو لپاره سره لیدلي، چې دواړو خواوو د پرمختګ راپور ورکړی دی.

وپلټۍ
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و
د انګلستان لومړی وزیر برنهام غواړي چې هېواد یې بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي
روبیو: په بریتانیا کې د (RAF) پوځي اډې ته څېرمه د شکمنې دسیسې تر شا د "بهرني اړخ" لاس دی
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي  د ملاتړ غوښتنه وکړه
ټرمپ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې هغه پر ایران د بندیزونو کمولو ته لیواله دی
هرمز په تنګي کې پر یوه امریکايي  بېړۍ د ایران د توغنديز برید له امله اته امریکايي سرتیري  ټپیان شوي
ټرمپ یو انځور خپور کړی چې پکې د هرمز تنګی د «ټرمپ تنګی» په توګه ښودل شوی دی
اوکراین ویلي دي چې روسیې په کیف کې پر وړکتونونو او ښوونځیو بریدونه کړي دي
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.