ټرمپ یو زیات شمیر امریکايي رسنۍ ددوې د فعالیت د جوازونو په لغوه کولو ګواښلي دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ لویو ټلویزیوني شبکو تور ولګاوه چې دوی په خپلو راپورونو کې تعصب کوي او وړاندیز یې وکړ چې د دوی د خپرونو جوازونه باید لغوه شي.

/ AA

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو زیات شمیر امریکايي رسنۍ د هغوې د فعالیت د جوازونو په لغوه کولو ګواښلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ لویو ټلویزیوني شبکو تور ولګاوه چې دوی په خپلو راپورونو کې تعصب کوي او وړاندیز یې وکړ چې د دوی د خپرونو جوازونه باید لغوه شي.

ټرمپ، د خپل شخصي ټولنیز مډیا پلټفارم تروټ سوشیل له لارې په خپور کړي پیغام کې  ادعا وکړه چې ABC او NBC شبکې د هغه د ولسمشرۍ په اړه په پراخه کچه منفي راپورونه خپروي.

هغه ولیکل: “سره له دې چې زما شهرت ډېر لوړ دی او د ډېرو په وینا، د ولسمشرۍ په تاریخ کې تر ټولو غوره ۸ میاشتې مې تېرې کړې دي، ABC او NBC NEWS، چې د تاریخ تر ټولو بدې او متعصبې شبکې دي، زما په اړه ۹۷٪ منفي راپورونه ورکوي.”

ټرمپ لا وړاندې لاړ او وویل چې دغه شبکې د “ډیموکراټ ګوند د یوې څانګې په توګه عمل کوي” او باید د فدرالي مخابراتو کمیسیون (FCC) لخوا د دوی جوازونه لغوه شي.

هغه زیاته کړه: “زه به په بشپړ ډول د دې ملاتړ وکړم ځکه چې دوی دومره متعصب او غیر صادق دي چې زموږ د ډیموکراسۍ لپاره یو حقیقي ګواښ دي!!!”

ټرمپ په وار وار د اصلي رسنیو شبکې او هغه څه چې دی یې “جعلي خبرونه” بولي، د خپلې ادارې په اړه د راپورونو لپاره نیوکه کړې ده.