مالدیف د نړۍ لومړی هیواد دی چې په تنباکو او سګرټو پدې ډول سخت بندیزونه لګوي

مالدیف د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د تمباکو پر ضد يي یو تاریخي نسلي بندیز پلی کول پیل کړي، او په دې سره د نړۍ لومړی هېواد شو چې د راتلونکو نسلونو لپاره د تمباکو محصولاتو پلور او کارول غیرقانوني کوي.

مالدیف د نړۍ لومړی هیواد دی چې په تنباکو او سګرټو پدې ډول سخت بندیزونه لګوي

مالدیف د نړۍ لومړی هیواد دی چې په تنباکو او سګرټو پدې ډول سخت بندیزونه لګوي
نوی قانون د ۲۰۰۷ کال وروسته زېږېدلو کسانو لپاره د تمباکو پلورل او کارول منع کوي، ترڅو "له تمباکو پاک نسل" رامنځته شي.

مالدیف د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د تمباکو پر ضد يي یو تاریخي نسلي بندیز پلی کول پیل کړي، او په دې سره د نړۍ لومړی هېواد شو چې د راتلونکو نسلونو لپاره د تمباکو محصولاتو پلور او کارول غیرقانوني کوي.

د نوي قانون له مخې، هر هغه څوک چې د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه یا له هغې وروسته زېږېدلی وي، د تل لپاره ورته د تمباکو محصولاتو پېرودل، کارول یا پرې پلورل منع دي. وزارت وویل، دغه قانون چې د مې په میاشت کې د ولسمشر محمد مویزو له خوا توشیح شوی، موخه یې د "تمباکو څخه پاک نسل" رامنځته کول دي او د عامې روغتیا ساتنې لپاره د حکومت ژمنتیا څرګندوي.

وزارت وویل: "دا نسلي بندیز یو زړور ګام دی ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ځوان مالدیفیان د تمباکو له وژونکي اغېز څخه ازاد لویېږي،" او زیاته یې کړه چې دا کار د روغتیا نړیوال سازمان د تمباکو د کنټرول چوکاټ کنوانسیون له مخې د مالدیف له ژمنو سره سمون لري.

پرچون پلورونکي اوس اړ دي چې د هر ډول پلور څخه مخکې د پېرودونکو عمر تایید کړي، او دا بندیز ټول تمباکو محصولات په بر کې نیسي.

مالدیف همدارنګه د ویپینګ او برېښنايي سګرټو په اړه د نړۍ یو له سختو محدودیتونو څخه هم لري، چې د ټولو عمرونو لپاره یې واردول، پلورل، وېشل او کارول منع کړي دي.