نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
روبیو: په بریتانیا کې د (RAF) پوځي اډې ته څېرمه د شکمنې دسیسې تر شا د "بهرني اړخ" لاس دی
مارکو روبیو د بریتانیا له چارواکو څخه د (RAF Fairford) قضیې په تړاو د همکارۍ له امله مننه وکړه؛ دا د انګلستان په سویل لوېدیځ کې یوه پوځي اډه ده چې د امریکا پوځ یې کاروي. نوموړي وویل چې واشنګټن له دوی سره په اړیکه کې دی.
روبیو: په بریتانیا کې د (RAF) پوځي اډې ته څېرمه د شکمنې دسیسې تر شا د "بهرني اړخ" لاس دی
مارک روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د بریتانیا یوې پوځي اډې ته څېرمه، چې د امریکا له خوا کارول کېږي، په یوه شکمنه دسیسه کې د "یوه بهرني اړخ لاس" دی.

روبیو فاکس نیوز ته په خبرو کې وویل چې د انګلستان په سویل لوېدیځ کې د فیرفورډ په (RAF) پوځي اډه کې د اوونۍ د پای پېښه "یو ډېر جدي وضعیت" و او په ډاګه یې کړه چې په راتلونکو ورځو کې ښايي د شکمنې بهرنۍ ښکېلتیا په اړه نور معلومات هم راڅرګند شي.

هغه وویل: "ځینې شیان شته چې زه یې د ډېرو بېلابېلو دلیلونو له مخې د رسنیو له لارې نه شم ویلای."

"یوازې دومره ویل کافي دي چې د اوونۍ په پای کې په بریتانیا کې څه وشول، څه نږدې وو چې وشي، یا څه کېدای شول، دا یو ډېر جدي وضعیت دی. دا هغه قضیه ده چې په ښکاره ډول د یوه بهرني اړخ لاس پکې دی."

دا څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو د یکشنبې په ورځ په ګلوسټرشایر کې د شاهي هوایی ځواک (فیرفورډ) اډې ته څېرمه پنځه کسان ونیول.

دا کسان چې ټول یې د لندن اوسېدونکي او عمرونه یې د شلو کلونو په لومړیو کې دي، وروسته له هغه ونیول شول چې یوه سیمه ییز بزګر چارواکو ته خبر ورکړ چې درې سپین وین موټر یې لیدلي چې د اډې پر لور روان وو.

پولیسو د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی په دې اړه څېړنه کوي چې ایا د یوه بهرني دولت په استازیتوب عمل کوونکي کسان پدې کې ښکېل وو که نه. پنځه واړه شکمن کسان وروسته په ضمانت خوشې شول، خو څېړنې لا هم روانې دي.

د فیرفورډ اډه (RAF Fairford) د امریکا د پوځ لخوا کارول کیږي او د امریکا هغه بم غورځوونکې الوتکې پکې ځای پر ځای دي چې په سیمه کې په عملیاتو کې برخه اخلي.

روبیو د څېړنو پر مهال له امریکا سره د همکارۍ له امله د بریتانیا د چارواکو ستاینه وکړه.

هغه وویل: "زه غواړم د بریتانیا له چارواکو مننه وکړم، چې ډېر همکار وو او پر چارو بشپړ مسلط دي،" هغه زیاته کړه چې امریکایي چارواکي د نیونو او وروسته په ضمانت د خوشې کېدو په اړه له بریتانوي چارواکو سره په اړیکه کې دي.

روبیو همدارنګه دا پېښه په بهر کې د امریکا د ګټو پر وړاندې د ګواښونو په پراخ چوکاټ کې یاده کړه. هغه په ځانګړې توګه ایران ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ایراني اړخونو په ښکاره ډول په نړیواله کچه د امریکا ګټو ته ګواښونه کړي او امریکا دا ډول ګواښونه جدي بولي.

هغه وویل: "موږ په نړۍ کې له داسې عناصرو سره مخ یو، د بېلګې په توګه د ایران په قضیه کې، چې په ښکاره ډول یې په نړیواله کچه پر امریکایي ګټو د برید ګواښ کړی دی. موږ به تل دا مسایل ډېر جدي نیسو."

د دوشنبې په ورځ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د بریتانیا پولیسو باید دا پنځه کسان په ضمانت نه وای خوشې کړي.

ټرمپ زیاته کړه چې دا قضیه ښایي له ایران سره تړاو ولري، خو د نورو جزیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

ټرمپ په اوول دفتر (سپینه ماڼۍ) کې خبریالانو ته وویل: "زه حیران یم چې هغوی یې خوشې کړل، ما به دا کار نه وای کړی." نوموړي په ورته وخت کې زیاته کړه چې بریتانوي چارواکو له امریکا سره "ډېر نږدې" کار کړی دی.

هغه زیاته کړه: "موږ د هغوی په اړه هر څه پوهیږو. موږ به هغوی نه وای خوشې کړي."

 

وپلټۍ
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و