اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
اروپایي ټولنه له امریکا سره د سوداګریزې معاملې د نهایي کولو لپاره هوکړې ته ورسېده
د اعلامیې له مخې، لومړی مقررات د امریکا پر صنعتي توکو پاتې ګمرکي محصولات له منځه وړي او د ځینو غوره شویو امریکایي صادراتو لپاره غوره لاسرسی پراخوي؛ چې په کې د تعرفې د نرخ کوټې او د ځینو سمندري خوړو او غیر حساسو کرنیزو توکو پر تعرفو کې کموالی شامل دی.
اروپایي ټولنه له امریکا سره د سوداګریزې معاملې د نهایي کولو لپاره هوکړې ته ورسېده
اروپایي ټولنه له امریکا سره د سوداګریزې معاملې د نهایي کولو لپاره هوکړې ته ورسېده

اروپایي بنسټونو پر دوو هغو مقرراتو لومړنۍ هوکړه نهایي کړه چې هدف یې د اتلانټیک پورې غاړې د ګډې سوداګریزې بستې د برخو پلي کول دي.

اروپایي بنسټونه پر دوو هغو مقرراتو لومړنۍ هوکړې ته ورسېدل چې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ د ۲۱مې نېټې د اروپایي ټولنې او امریکا د ګډې اعلامیې د تعرفې اړوند برخو د پلي کولو لپاره جوړ شوي دي. دا د اتلانټیک پورې غاړې د سوداګریزې بستې د برخو د رسمي کولو او د دواړو شریکانو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام بلل کیږي.

دا هوکړه، چې د شورا د ریاست او اروپایي پارلمان ترمنځ شوې، هدف یې د اروپایي ټولنې او امریکا ترمنځ د یوې باثباته او د وړاندوینې وړ سوداګریزې اړیکې ډاډمنول دي. په ورته وخت کې په دې هوکړه کې داسې حفاظتي تدابیر هم نیول شوي چې اروپایي ټولنې ته د خپلو اقتصادي ګټو د ګواښل کېدو په صورت کې د غبرګون اجازه ورکوي.

د اعلامیې له مخې، لومړی مقررات د امریکا پر صنعتي توکو پاتې ګمرکي محصولات له منځه وړي او د ځینو غوره شویو امریکایي صادراتو لپاره غوره لاسرسی پراخوي؛ چې په کې د تعرفې د نرخ کوټې او د ځینو سمندري خوړو او غیر حساسو کرنیزو توکو پر تعرفو کې کموالی شامل دی.

دویم مقررات د لابستر د وارداتو، په ځانګړې توګه د پروسس شوي لابستر پر محصولاتو د تعرفو ځنډول غځوي.

دا لومړنۍ هوکړه باید له حقوقي او تخنیکي نهایي کېدو وروسته، لا هم په رسمي ډول د شورا او اروپایي پارلمان لخوا تایید شي.

کله چې دا مقررات تصویب شي، په رسمي جریده کې له خپرېدو یوه ورځ وروسته به نافذ شي. د لابستر اړوند اقدام به په تېر مهال پسې  د ۲۰۲۵ کال د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه پلی وګڼل شي.

 

وپلټۍ
هند د چین سرحدي سیمې ته په همالیا کې د یو ستراتیژیک تونل کیندلو چارې بشپړې کړې
غیرقانوني اسرائیلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د يو فلسطیني موټر ته اور واچاوه
تورکیې او کاناډا د آزادې سوداګرۍ تړون په اړه خبرې اترې پیل کړې
ولسمشر اردوغان وینزویلا له  سرپرستې ولسمشرې سره د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې وکړې
چین او شمالي کوریا د پیونګ یانګ په سرمشریزه کې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه موافقه وکړه
روسیې یو ځل بیا د یو خپلواک فلسطیني دولت چې پلازمینه يې ختیځ بیت المقدس وي غوښتنه وکړه
د امریکا یوې محکمې د ماهرو کارګرانو د ویزې غوښتنلیکونو لپاره د ټرمپ ادارې ۱۰۰،۰۰۰ ډالري فیس لغوه کړ.
د هرمز تنګي ته نږدې د امریکايي پوځ یوه اپاچي چورلکه غورځېدلې؛ ټرمپ وايي پیلوټان "ښه" دي
ایران او اسرائیل په یو بل د متقابلو بریدونه د پایته رسولو اعلان وکړ
د غوښتنې په صورت کې تورکیه چمتو ده چې د هرمز تنګي د ماینونو پاکولو په برخه کې مرسته وکړي.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو او یوې اعتراض کوونکې ډلې ترمنځ نښتو کې اووه کسان ووژل شول
د اوربند سره سره  په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي
حوثیانو په سره سمندرګي کې پر اسرائیلو د کښتۍ چلولو د بشپړ بندیز ګواښ وکړ
په امریکا کې د انګلستان د نړیوال جام تمریناتي کمپ ته نږدې په ډزو کې لږ تر لږه نهه تنه ټپیان شوي
د مهمو خبرونو غور چاڼ