ساینس او ټکنالوژي
1 د لوستلو دقیقه
د تورکیې قزل‌ایلما جنګي بې پیلوټه الوتکې د اسلسان نوی برېښنايي ډال ترلاسه کړ
اسلسان خپل د "FEWS-U" برېښنايي جګړې کڅوړه په قزل‌ایلما کې مدغم کړې ترڅو د هوايي جګړې په عصري ډګر کې د دې الوتکې د پاتې کېدو وړتیا لوړه کړي.
د تورکیې قزل‌ایلما جنګي بې پیلوټه الوتکې د اسلسان نوی برېښنايي ډال ترلاسه کړ
د تورکیې قزل‌ایلما جنګي بې پیلوټه الوتکې د اسلسان نوی برېښنايي ډال ترلاسه کړ / AA

د تورکیې د دفاعي صنایعو د بیرقدار شرکت بې پیلوټه جنګي الوتکې (قزل‌ایلما) خپله لومړنۍ ازمایښتي الوتنه په داسې حال کې په بریالیتوب سره ترسره کړه، چې د اسلسان شرکت لخوا په جوړ شوي نوي برېښنايي ډال سمبال وه. دا سیسټم د یو ستراتیژیک ځواک پیاوړي کوونکي په توګه ډیزاین شوی دی.

اسلسان خپل د "FEWS-U" برېښنايي جګړې کڅوړه په قزل‌ایلما کې مدغم کړې ترڅو د هوايي جګړې په عصري ډګر کې د دې الوتکې د پاتې کېدو وړتیا لوړه کړي. دا سیسټم الوتکه په یو ۳۶۰ درجې برېښنايي ډال کې نغاړي چې کولی شي په چټکۍ سره د رادار راتلونکي ګواښونه وپېژني، تشخیص یې کړي او دقیق لوری یې وټاکي.

کله چې دا سیسټم کوم ګواښ کشف کړي، په اتوماتیک ډول د الوتکې د ساتنې لپاره هدفمند ځوابي اقدامات ترسره کوي. دا ټیکنالوژي په ځانګړي ډول د بې پیلوټه الوتکو د ځانګړو اړتیاو او محدودیتونو سره سم جوړه شوې ده.

 

وپلټۍ
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد