تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
اردوغان پر غزې د اسرائیلو په روانو بریدونو سختې نیوکې وکړې  د نړۍ چوپتیا یې خلاقي سقوط وباله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر غزې د اسرائیلو په روانې جګړې سختې نیوکې وکړې  د نړۍ چوپتیا یې د "اخلاقي سقوط" په توګه یاده کړه. هغه  د فلسطین له خلکو سره د تورکیې د نه ماتېدونکي ملاتړ ژمنه  بیا تکرار کړه.
اردوغان پر غزې د اسرائیلو په روانو بریدونو سختې نیوکې وکړې  د نړۍ چوپتیا یې خلاقي سقوط وباله
Erdogan on Palestine / AA

اردوغان د جمعې په ورځ په استانبول کې د فلسطین د ملاتړ پارلمانونو یوې غونډې ته وویل: "د فلسطین له قضې دفاع کول یوازې د مظلومو خلکو ملاتړ نه دی، بلکې دا د بشریت، سولې او عدالت دفاع ده."

د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي بریدونو له امله په غزه کې تر ۵۱,۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي. اردوغان دغه بریدونه د "تاوتریخوالي جنون" وباله او د اسرائیلو حکومت یې تورن کړ چې بې توپیره ملکي وګړي وژني، چې په کې ماشومان، ښځې، زاړه او حتی ماشومان شامل دي.

هغه وویل: "خبریالان وژل کېږي، په داسې حال کې چې نړیوالې رسنۍ چوپ پاتې دي. ماشومان وژل کېږي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو مدافعین چوپه خوله پاتې دي."

لویدیځ د نړۍ په سترګو کې خاورې اچوي

اردوغان د لویدیځو هېوادونو دوه مخي کړنې وغندلې او ویې ویل: "هغه کسان چې د اوږدې مودې لپاره د ازادۍ، حقونو، قانون او د مطبوعاتو د آزادۍ ادعاوې کوي، د اسرائیلو د وژنې پالیسۍ په وړاندې د ۱۸ راهیسې چوپه خوله پاتې دي او د نړۍ په سترګو کې خاورې اچوي."

هغه د هغو هېوادونو دوه ګوني معیارونه وپوښتل چې په نورو ځایونو کې د کوچنیو پېښو لپاره بندیزونه لګوي، خو په دې بحران کې چوپ پاتې دي: "لویدیځ هېوادونه، چې د کوچنیو پېښو لپاره د بندیزونو وسله کاروي، زه له تاسو پوښتنه کوم — کله چې خبره د اسرائیلو وي، تاسو چیرته یاست؟"

‘هغه نړیوال نظام چې مظلومان له پامه غورځوي، ظالمانو ته خدمت کوي’

اردوغان خبرداری ورکړ: "هغه نړیوال نظام چې د مظلومانو ملاتړ نه کوي، د ظالمانو لپاره د لوبې وسیله ګرځي." هغه د نړیوالو ادارو ناکامي په ګوته کوي .

هغه د اسلامي نړۍ په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه: "دا خبره کول راته درد راکوي — او زما زړه وینې تویوي — خو اسلامي نړۍ په خپلو مسؤلیتونو کې پاتې راغلې ده."

‘خبریالان وژل شوي، کورنۍ له منځه تللې’

د ۲۰۲۴ کال د اپریل تر میاشتې پورې، لږ تر لږه ۲۱۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په غزه کې وژل شوي، چې دا د خبریالانو لپاره په عصري تاریخ کې تر ټولو خونړی وخت ګڼل کېږي.

اردوغان وویل: "یوازې څو ورځې وړاندې، یوه ښځینه خبریاله د خپلې کورنۍ له ۱۰ غړو سره شهیده شوه — یوازې د دې لپاره چې حقیقت یې ویلو."

ولسمشر اردوغان  د نړیوال قانون په اړه خواشیني څرګنده کړه او وویل چې  "موجود نړۍوال قانون نور د عدالت لپاره خدمت نه کوي. دا د زورورو د ځواک د پیاوړتیا وسیله ګرځېدلې ده."

‘لوږه د وسلې په توګه، مقاومت د ترهګرۍ په توګه یادېږي’

اسرائیلو په غزه کې د بشري مرستو په وړاندې سخت محدودیتونه لګولي، چې د ملګرو ملتونو او بشري ډلو له خوا د لوږې د خطر خبرداری ورکړل شوی دی. اردوغان اسرائیل تورن کړل چې لوږه د وسلې په توګه کاروي: "هغه کسان چې په بمونو یې نشي وژلی، هغوی ته خواړه، اوبه او درمل نه کوي. دا د له منځه وړلو یوه سیستماتیکه هڅه ده."

هغه د فلسطیني مقاومت د ترهګرۍ په توګه د یادولو غندنه وکړه: "هغه کسان چې د فلسطینیانو د وژلو پر مهال چوپ وو، اوس د غزې مقاومت د ترهګرۍ په توګه یادوي — او هڅه کوي چې نسل وژنه عادي او مشروع وښيي."

منځنی ختیځ په اور کې سوځي، نړۍ ته جدي خطر مخامخ دی’

اردوغان د اسرائیلو پراخېدونکي پوځي عملیات چې سوریه او لبنان په نښه کوي، وغندل او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول کړنې سیمه په پراخې جګړې کې ښکېلوي.

هغه وویل: "په سوریه او لبنان بریدونه ښيي چې د نتنیاهو حکومت په منځني ختیځ کې سوله او ثبات نه غواړي."

"دا لیونتوب، چې ټوله سیمه ګواښي او ناارامه کوي، باید سمدستي ودریږي. که نه، دا اور به ژر هغه کسان هم وسوځوي چې د دا لمبې بلوي."

موږ به د فلسطین ترڅنګ ودرېږو، که یوازې هم شو’

اردوغان د فلسطینیانو د تاریخي ټاټوبي نه د بې ځایه کولو لپاره هر ډول وړاندیزونه رد کړل: "هر ډول وړاندیز چې فلسطینیان د هغو ځمکو څخه وشړي چې هغوی پرې زرګونه کاله ژوند کړی، زموږ لپاره بې مانا دی."

هغه د تورکیې ژمنه بیا تکرار کړه: "موږ به هر هغه څه وکړو چې فلسطینیان په خپل ټاټوبي کې په آزادۍ سره ژوند وکړي. که یوازې هم پاتې شو، موږ به د فلسطین قضیه دفاع ته دوام ورکړو."

وپلټۍ
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د دوو روغتیايي کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي
پاکستان  د امریکا او ایران د جګړې د پای ته په اړه نوي وړاندیزونه ایران سره تبادله کړي
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
روټه وايي چې 'پیاوړې اروپا، پیاوړې ناټو' به د وخت په تېرېدو سره پر یوه متحد باندې تکیه کمه کړي
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده
اسرائیلو د سوریې په جنوب کې د درعا ښار ته نږدې کرنیزې ځمکې په نښه کړې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د ایران د فوټبال لوبډلې په تورکیه کې د فیفا نړیوال جام د ویزې پروسه پیل کړه
د پاریس ښاروال د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د افتخاري تابعیت وړاندیز وکړ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د  سوډان د  لومړي وزیر ادریس سره په خبرو کې د سوډان د حاکمیت ملاتړ تکرار کړ
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی