نړۍ
3 د لوستلو موده (...) دقیقې
چین: د امریکا لخوا د غزې طرحه شوی پریکړه لیک د فلسطین حکومتولۍ او د دوو دولتونو حل نه منعکس کوي
بیجینګ د غزې لپاره د جګړې وروسته د مهمو ترتیباتو په اړه د امنیت شورا پریکړه لیک "مبهم" بولي، بېجينګ يو ځل بيا ټينګار کوي چې دوی به د عادلانه او دوامدار حل د ترلاسه کولو لپاره خپلې رغندې هڅې جاري وساتي.
چین: د امریکا لخوا د غزې طرحه شوی پریکړه لیک د فلسطین حکومتولۍ او د دوو دولتونو حل نه منعکس کوي
چین: د امریکا لخوا د غزې طرحه شوی پریکړه لیک د فلسطین حکومتولۍ او د دوو دولتونو حل نه منعکس کوي / Reuters
18 نومبر 2025

چین: د امریکا لخوا د غزې طرحه شوی پریکړه لیک د فلسطین حکومتولۍ او د دوو دولتونو حل نه منعکس کوي

بیجینګ د غزې لپاره د جګړې وروسته د مهمو ترتیباتو په اړه د امنیت شورا پریکړه لیک "مبهم" بولي، بېجينګ يو ځل بيا ټينګار کوي چې دوی به د عادلانه او دوامدار حل د ترلاسه کولو لپاره خپلې رغندې هڅې جاري وساتي.

چین ادعا کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پریکړه لیک چې د فلسطین په غزه سیمه کې د سولې بورډ او نړیوال ثبات ځواک ته واک ورکوي، د فلسطين حکومتولي او د دوو دولتونو حل په بشپړه توګه نه دی څرګند کړی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د سې ‌شنبې په ورځ په بېجينګ کې د يوه منظم خبري کنفرانس پر مهال وويل، په امريکايي پرېکړه ‌ليک کې د غزې د جګړې‌ وروسته ترتيباتو په مهمو موضوعاتو کې ابهام شته، او دا چې د فلسطينیانو د خپل هېواد د حکومت کولو مهم اصول او د دوو دولتونو حل په بشپړه توګه نه دي بيان شوي. دا د چين له ثابت دريځ سره توپير لري. همدا وجه ده چې چين پرې رایه ورنه کړه".  

هغې وويل چې بېجينګ د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا ملاتړ کوي چې "د اوربند د هڅولو، د بشري بحران د کمولو، او د بيا رغونې د بيا پيل لپاره اړين ګامونه پورته کړي."

ماو زياته کړه: "چين به رغنده اقدامات او مسؤلانه رول ته دوام ورکړي، او د فلسطين خلکو د خپلو مشروع حقونو د بېرته ترلاسه کولو په دې عادلانه مبارزه کې به ملاتړ کوي او د فلسطين د مسئلې د عادلانه او دوامداره حل لپاره به نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي."

'په مهمو مسلو کې مبهم'

د چين د ملګرو ملتونو استازي فو کانګ هم د رایې وروسته په يوه اعلاميه کې وويل چې د پرېکړه ‌ليک مسوده "په ګڼو مهمو مسایلو کې مبهمه ده"، چې پکې د نړيوال ثبات د ځواک د دایرې او جوړښت موضوع هم شامله ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو لخوا چمتو شوی پریکړه لیک تصویب کړ، چې د سولې بورډ جوړول او په غزه کې د حکومتدارۍ، بیارغونې او امنیتي هڅو نظارت لپاره د نړیوال ثبات ځواک ته واک ورکول په ګوته کوي.

چین او روسیې له رایې ورکولو څخه ډډه وکړه.

د امريکا مسوده د اسرائيل ـ حماس د اوربند او د بنديانو د تبادلې د هوکړې د برخې په توګه وړاندې شوې، هغه هوکړه ده چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰ ماده ییز‌ پلان پر بنسټ د اکتوبر پر ۱۰مه په غزه کې نافذه شوه.

د اوربند د تړون لومړۍ مرحله د اسرائیلو د بنديانو د خوشې کولو په بدل کې د فلسطينی بنديانو خوشې کول شامل دي. پلان د غزې بيا رغونه او د يوه نوي حکومت جوړښت رامنځته کول هم په پام کې نيسي، چې پکې د فلسطين د مقاومت ډله، حماس، برخه نه لري.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، له ۶۹ زرو ډېر فلسطينيان چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي شهيدان شوي، او له ۱۷۰ زرو زيات نور د اسرائیلو په نسل‌ وژونکي جګړه کې ټپيان شوي، هغه جګړه چې غزه يې په کنډواله بدله کړې.

وپلټۍ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر  هاکان فیدان به د دوحې په ۲۳مه غونډه کې ګډون وکړي
په غزه کې د اسرائیلو ملاتړې ملیشې مشر ووژل شو
پاکستان: په بلوچستان کې په تېرو ۳ میاشتو کې په ترسره شوو عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي
په هندوستان کې د خوندیتوب د نویو مقرراتو له امله یو زیات شمیر الوتنې وځنډولې .
د جنوبي کوریا لی د چین او جاپان د کړکیچونو د کمولو لپاره د منځګړیتوب رول وړاندې کړ
تورکیه به په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان په پنځو ساحو کې د تېلو او ګازو استخراج پیل کړي
آلمان لومړنی هېواد شو چې د روسیې ګواښ ته په اشارې یې د اسرائیل "ارو ۳" توغندیز دفاعي سیسټم فعال کړ
په غزه کې فلسطینیانو د نازک اوربند په منځ کې د لسګونو جوړو لپاره ډله يیز واده وکړ.
د آلمان محکمې یوه مسلمانه ښځه د حجاب او پړوني له امله د قاضۍ له دندې منع کړه
کابل وايي، د ایران سرحدي ساتونکو ۱۰ افغانان چې هڅه یې کوله له پولې څخه تېر شي وژلي دي.
پوتین د روسیې له لوري د دوه ښارونو د نیولو ادعا وروسته د اوکراین جګړه ځپلي سیمې ته سفر وکړ
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې رام الله ته نږدې د چاقو په برید کې اسرائیلي پوځیان ټپیان شول
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو