کلتور
3 د لوستلو دقیقې
په لاس انجلس کې د نړیوال جام هیجان: "ترکیش وایب زون"  خپلې دروازې پرانیزي!
د فیفا (FIFA) نړیوال جام، چې د ټولې نړۍ پام ځانته رااړولی دی، سږکال به نه یوازې د فوټبال بلکې د یو لوی کلتوري خوځښت له امله هم خبرساز وي.
په لاس انجلس کې د نړیوال جام هیجان: "ترکیش وایب زون"  خپلې دروازې پرانیزي!
په لاس انجلس کې د نړیوال جام هیجان: "ترکیش وایب زون"  خپلې دروازې پرانیزي!


د فوټبال شورماشور، دودیز خوندور خواړه، کنسرتونه او ډیجیټل تجربې د "ترکیش وایب زون" په وسیله لاس انجلس ته لېږدول کیږي.
د فیفا (FIFA) نړیوال جام، چې د ټولې نړۍ پام ځانته رااړولی دی، سږکال به نه یوازې د فوټبال بلکې د یو لوی کلتوري خوځښت له امله هم خبرساز وي. د امریکا د متحده ایالاتو په لاس انجلس ښار کې مشهور "ګلوریا مولینا ګرانډ پارک" (Gloria Molina Grand Park) به د تورکیې د یوې خورا لویې نندارې کوربه توب وکړي.

دا پروژه چې د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست په ملاتړ پلې کیږي، د جون له ۱۸مې څخه تر ۲۶مې پورې په ۳۰۵۰ متره مربع پراخه سیمه کې د "تورکیه دلته ده" (Türkiye is Here) تر شعار لاندې د "ترکیش وایب زون" په نوم جوړیږي. د دغه مرکز چارې به د جون په ۱۸مه، پنجشنبه، بشپړې او په فعالیت به پیل وکړي، چې هم به د فوټبال مینه وال او هم به د لاس انجلس اوسېدونکي ومني.

د فوټبال هیجان پر لویه پرده په ژوندۍ بڼه:
ترکیش وایب زون به یو داسې مرکز وي چې پکې په نړیوال جام کې د تورکیې د ملي ټیم سیالۍ په ژوندۍ بڼه تعقیب شي. په دې سیمه کې د جوړ شوي اصلي سټیج او د LED لویو پردو له لارې به د ټورنمنټ هیجان په هره شېبه کې د لاس انجلس زړه ته ورسیږي.

د رسنیو او ډیجیټل نړۍ مرکز:
دا سیمه به یوازې د لوبو لیدلو ځای نه وي، بلکې د یو نړیوال میډیا مرکز په توګه ډیزاین شوی. دلته جوړ شوی د رسنیو مرکز به د نړیوالو او ځايي رسنیو ترمنځ همغږي رامنځته کړي او د ځانګړو مرکو او خپرونو کوربه توب به وکړي. همدارنګه یو عصري سټوډیو به د مختلفو ویډیوګانو د ثبتولو اسانتیاوې ولري.

له خوندونو نیولې تر هنر پورې؛ د تورکیې بشپړه تجربه:
ترکیش وایب زون خپلو لیدونکو ته د تورکیې د کلتور او ژوند یوه بشپړه تجربه وړاندې کوي. د خوړو په برخه کې به د ترکي پخلنځي مشهور خوندونه او دودیزې میلمستیاوې امریکايي او نورو نړیوالو مینه والو ته وړاندې شي.

سوداګریز برانډونه به هم په خپلو ځانګړو سټینډونو کې د مختلفو فعالیتونو له لارې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي. د نړیوال جام په جریان کې به په لاس انجلس کې د ترکي هنرمندانو کنسرتونه، ژوندۍ نندارې او ځانګړي پروګرامونه ترسره شي. سربېره پردې، لیدونکي کولای شي په ځانګړو عکاسخانو (Photo Booths) کې خپل یادګاري عکسونه واخلي او دا بې سارې شېبې تلپاتې کړي.

په لاس انجلس کې "ترکیش وایب زون" به د جون له ۱۸مې (پنجشنبه) پیل او د جون تر ۲۶مې پورې به پرانیستی وي.

وپلټۍ
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی