منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم ځواب ورکړي
د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې چې د اګست په میاشت کې درېدلې وې، په وروستیو ورځو کې بیا ګړندۍ شوې دي. د ایران سپاه پاسداران د امریکا پر دوو جنګي کښتیو بالستیک توغندي وویشتل، بلخوا امریکا د شنبې په ورځ د ایران د تېلو درې ټانکرونه وویشتل.
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم ځواب ورکړي

له دغو بریدونو وروسته، د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پرون په خپلو څرګندونو کې وویل چې امریکا باید "تر هغه وخته چې ناوخته شوی نه وي" پوه شي چې د لوبې اصول بدل شوي دي.

قالیباف وویل: "له دې وروسته، د ایران د ګټو او امنیت پر وړاندې هر ډول برید ته به ډېر ګړندی، سخت او دردونکی ځواب ورکړل شي."

د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضایي پرون وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د هرمز تنګي څخه بهر یوه "منع شوې سیمه اعلان شي.

رضایي وویل چې دا سیمه به د فارس خلیج یوه برخه هم خپله کړي. هغه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړه چې هره کښتۍ چې دې سیمې ته ننوځي، د بندیزونو په لېست کې به شامل شي.

دریو جګپوړو ایراني سرچینو ویلي چې د امریکا د بندیزونو او د تېلو د صادراتو د محاصرې له امله د ایران پر اقتصاد جوړ شوي فشار پر وړاندې درېدل ورځ تر بلې سختېږي.

قالیباف، چې په ورته وخت کې د ایران جګپوړی مذاکره کوونکی هم دی، وویل چې هېواد یې اوس نه یوازې په نظامي برخه کې، بلکې د تولید او د خلکو د معیشت په برخه کې هم مبارزه کوي.

قالیباف اصلي ستونزې د اسعارو د بیو بدلون، انفلاسیون (ګراني)، بېکاري او د بازار مدیریت وباله. هغه زیاته کړه چې ایرانیان ستونزې زغملی شي خو بد مدیریت نشي زغملی، او له حکومت څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې چټک ګامونه پورته کړي.

 

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".