منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
اسرائیلو د سې شنبې په ورځ د سوریې په جنوب کې یو ځل بیا له پولې هاخوا بریدونه ترسره کړل او په قنیطره کې یې یوه پرېښودل شوې پوځي پوسته والوځوله، سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زغم غوښتنه کړې وه.
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل / AP
2 دسمبر 2025

اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل

دا سرحدي تېری د سوریې په جنوب کې د اسرائیلو د میاشتو اوږدو بریدونو وروستۍ لړۍ ده، سره له دې چې واشنګټن د خبرو اترو غوښتنه کوي او د لا زیات کړکېچ خبرداری ورکوي.

اسرائیلو د سې شنبې په ورځ د سوریې په جنوب کې یو ځل بیا له پولې هاخوا بریدونه ترسره کړل او په قنیطره کې یې یوه پرېښودل شوې پوځي پوسته والوځوله، سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زغم غوښتنه کړې وه.

د سوریې دولتي ټلوېزیون، الاخباریه، وویل چې دوه اسرائیلي ټانکونه او لس پوځي موټر د قنیطرې په جنوبي کلیو کې د "صمدانیه الشرقیه" کلي ته ننوتل او بیا یې یاده ویجاړه شوې سیمه ونړوله.

نه اسرائیلي پوځ او نه هم سوري چارواکو په دې اړه سمدستي څه ویلي دي.

د ټرمپ خبرداریو ته توجه نه کول

دا برید له هغه ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې ترسره شو چې اسرائیلو په ورته ډول په نږدې دوو کلیو بریدونه کړي وو، چې دا د سوریې په جنوب کې د میاشتو راهیسې د نږدې ورځنیو بریدونو یوه برخه ده.

د دوشنبې په ورځ، د امریکا ولسمشر ټرمپ د ارامۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې "دا ډېره مهمه ده چې اسرائیل له سوریې سره قوي او رښتینې خبرې اترې وساتي، او داسې څه ونه شي چې د سوریې د یوې سوکاله دولت په توګه له پرمختګ سره خنډ شي."

هغه د سوریې د ولسمشر احمد الشرع ستاینه وکړه چې د سولې لپاره د شرایطو په رامنځته کولو کې "په جدیت کار کوي" او دا شیبه یې یو "تاریخي فرصت" وباله.

د سوریې د حکومت شمېرې ښیي چې د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې، اسرائیلو له ۱۰۰۰ څخه ډېر هوایي بریدونه او له ۴۰۰ څخه ډېر ځمکني تېري په جنوبي ولایتونو کې کړي دي.

تېر کال د بشارالاسد د رژیم له ړنګېدو وروسته، اسرائیلو د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې حایل سیمې په نیولو سره پر اشغال شویو ګولان غونډیو خپله ولکه پراخه کړه – دا یو داسې ګام دی چې د ۱۹۷۴ کال د بېلتون تړون یې نقض کړ."

وپلټۍ
د اسرائيلو د پارلمان وکیلان د فلسطيني بنديانو د په دار ځړولو لپاره د قانون د مسودې د تصویب هڅې کوي
امریکا په مصر، لبنان او اردن کې د اخوان المسلمین څانګې 'ترهګرې' ونومولې
روسیې او اوکراین پر یو بل تور ولګاوه چې د شپې یې د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هوايي بریدونه کړي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې په بمي چاودنه کې شپږ پولیس ووژل شول
ګرینلنډ له ناټو څخه د خپلې دفاع د تضمین غوښتنه کوي
د وای پي جي  ترهګرو د سوریې  په حلب ښار کې  په لسګونو ملکي وګړي وژلي، دمشق حکومت يي سخت ځواب ورکړ
د سوریې حکومت YPG ترهګرو د شړولو په خاطر لاس په کار شو
د افغانستان په شمال کې د اوسیدونکو او د سرو زرو د استخراج شرکت ترمنځ په نښته کې ۴ کسان ووژل شول
په لندن کې د فلسطین ډیپلوماتیک ماموریت بشپړ سفارت ته لوړ شو
ایران یو کس د اسرائیلو موساد ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ
پولنډ چمتو دی چې د اوکراین د سولې په احتمالي تړون کې مخکښ لوژستیکي رول ولوبوي.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د بېلتون غوښتونکي مشر سره د کړکېچ په ترڅ کې د یمن په جنوب بریدونه کړي دي
ټرمپ وايي، امریکا به د وینزویلا تر ۵۰ میلیونه بیرله پورې  تېل ترلاسه کړي
ټرمپ د ګرینلینډ لپاره د "مختلفو انتخابونو" په اړه بحث کوي، د پوځي عملیاتو په ګډون: سپینه ماڼۍ
ملګري ملتونه وايي چې په وینزویلا کې د امریکا مداخله نړیوال قانون تر پښو لاندې کړی دی