قطر، کویټ، بحرین او اردن د پنجشنبې په ورځ د یمن د ایران پلوه حوثي ملېشو له خوا د سعودي عربستان د مدینې منورې پر سیمه د بالیسټیک توغندي د برید هڅه وغندله او له ریاض سره یې خپل بشپړ پیوستون بیا تایید کړ.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف وویل چې د دوی هوايي دفاعي سیسټم دا توغندی په هوا کې شنډ او ویجاړ کړ او په ورته وخت کې یې د یاد هېواد (سعودي) په ختیځ ولایت کې د حوثي ملېشو یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) هم راغورځولې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې دا هڅه "د مسلمانانو ښکاره پارول او د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه نه کول"، د سعودي پر حاکمیت تېری او د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
یاد وزارت له سعودي عربستان سره د قطر پر بشپړ پیوستون او د خپل حاکمیت، امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ګټو د ساتنې لپاره د یاد هېواد له ټولو مشروعو اقداماتو څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د کویټ د بهرنیو چارو وزارت د دې پرله پسې بریدونو په غبرګون کې خپل پرېکنده مخالفت څرګند کړ او دا یې "د سعودي عربستان د حاکمیت، نړیوالو قوانینو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو ښکاره سرغړونه" وبلله.
وزارت له سعودي عربستان څخه د کویټ پر کلک ملاتړ او د خپل حاکمیت او امنیت د خوندیتوب او د خپلو اتباعو او اوسېدونکو د ژوند د ساتنې په موخه د یاد هېواد له ټولو اقداماتو څخه پر دفاع ټینګار وکړ.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د مدینې په نښه کول نه یوازې د ملکي وګړو او د مسجد نبوي زیارت کوونکو ته یو ګواښ دی، بلکې د اسلامي مقدسو ځایونو پر سپېڅلتیا یو برید دی چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو احساسات زیانمنوي.
یاد وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د بحرین غوښتنه تازه کړه چې د حوثیانو د پرله پسې بریدونو د درولو، د مذهبي مقدسو ځایونو او ملکي اهدافو د په نښه کولو د مخنیوي او د عاملینو او د هغوی د ملاتړو د ځواب ویلو لپاره پرېکنده او مخنیوي کوونکي اقدامات وکړي.
اردن هم ورته غندنه وکړه او د بالیسټیک توغندي په واسطه د مدینې سیمې د په نښه کولو هڅه یې د مسلمانانو د احساساتو پارول، د سعودي عربستان د حاکمیت ښکاره سرغړونه، د هغه امنیت او ثبات ته ګواښ، او د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور څرګنده سرغړونه وبلله.
د اردن د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې له سعودي عربستان سره د خپل هېواد بشپړ پیوستون تایید کړ او د خپل امنیت، ثبات، حاکمیت او د خپلو اتباعو او اوسېدونکو د خوندیتوب لپاره د یاد هېواد له ټولو اقداماتو څخه یې خپل ملاتړ په ډاګه کړ.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دوی هوايي دفاعي ځواکونو د یمن د حوثي ملېشو لخوا د مدینې سیمې په لور توغول شوی یو بالیسټیک توغندی شنډ او ویجاړ کړی دی.
خو حوثیانو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دوی مدینه منوره په نښه کړې ده.
یمن له هغه وروسته په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی چې حوثیانو د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې پلازمېنه صنعا او ځینې نورې سیمې ونیولې. د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د یمن له هغه حکومت څخه ملاتړ کړی چې په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوی دی. په وروستیو اونیو کې جګړو زور اخیستی او حوثیانو د سعودي پر خاوره پرله پسې توغندیز او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.






















