افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
په افغانستان کې ناڅاپه سیلابونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور لادرکه دي
د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارې ویاند، یوسف حماد وویل چې سیلابونه په ختیځ ولایت نورستان کې راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره د پلټنې او ژغورنې عملیات روان دي.
په افغانستان کې ناڅاپه سیلابونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور لادرکه دي
په افغانستان کې ناڅاپه سیلابونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور لادرکه دي

افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په ختیځ کې ناڅاپه سیلابونو ۲۰ کسان وژلي، شاوخوا ۸۰ نور یې ټپیان کړي او له ۱۰۰ څخه ډېر نور لادرکه شوي دي.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارې ویاند، یوسف حماد وویل چې سیلابونه په ختیځ ولایت نورستان کې راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره د پلټنې او ژغورنې عملیات روان دي.

حماد وویل: "له بده مرغه نن په پارون ښار او د نورستان ولایت په څو نورو سیمو کې سختو سیلابونو زموږ هېوادوالو ته درنه ځاني او مالي مرګ ژوبله اړولې ده." هغه زیاته کړه چې سیلابونو د خلکو کورونو، کرنیزو ځمکو او عامه تاسیساتو ته پراخ زیانونه رسولي دي. هغه پر ټولو اتباعو غږ وکړ چې له هغو سیمو او زونونو لرې پاتې شي چې د سیلابونو له خطر سره مخ دي.

افغانستان د سختو موسمي بدلونونو په وړاندې خورا زیان منونکی دی، چیرې چې واوره او سخت بارانونه د ناڅاپه سیلابونو لامل کیږي او ډیری وخت په یو ځل لسګونه یا حتی سلګونه کسان وژني. په ۲۰۲۴ کال کې، د پسرلي په ناڅاپه سیلابونو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شول. د روان کال په لومړیو کې هم، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پراخو سېلابونو او ځمکې ښوېدنې له امله لږ تر لږه ۱۱۰ کسان ووژل شول.

د لسیزو جګړو ترڅنګ، ضعیفه زیربناوې، خراب اقتصادي وضعیت، د ځنګلونو وهل او د اقلیم د بدلون مخ په زیاتیدونکي اغیزې د داسې پیښو زیانونه ډیر کړي دي، په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې چیرې چې ډیری کورونه له خټو جوړ شوي او د ناڅاپه سیلاونو یا درنې واورې په وړاندې لږ مقاومت لري.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل: "موږ په دې خبر خفه شوو چې نن ماسپښین په نورستان ولایت کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. موږ هغو کسانو ته چې په دې پېښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دعا کوو او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو."

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې نور سخت بارانونه، تالنده، تېز بادونه له خاورو او بادونو سره یوځای، او ناڅاپه سیلابونه به د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۰ ولایتونو کې رامنځته شي. وزارت له اوسېدونکو وغوښتل چې د سیندونو له غاړو او هغو سیمو څخه ډډه وکړي چې د سیلابونو خطر پکې شتون لري.

 

 

وپلټۍ
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی