په بوسنیا کې د زړو په یو پالنځای کې د اورلګېدنې له امله ۱۰ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان شول

د بوسنیا په شمال ختیځ ښار توزلا کې د زړو کسانو لپاره په یوه پالنځای کې د اورلګېدنې له امله لس تنه وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپیان شوي دي.

By
په بوسنیا کې د زړو په یو پالنځای کې د اورلګېدنې له امله ۱۰ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان شول

په بوسنیا کې د زړو په یو پالنځای کې د اورلګېدنې له امله ۱۰ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان شول.

د بوسنیا په شمال ختیځ ښار توزلا کې د زړو کسانو لپاره په یوه پالنځای کې د اورلګېدنې له امله لس تنه وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپیان شوي دي.

د دغه مرکز لخوا د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: "له بده مرغه د شپې شاوخوا اته بجې او ۴۵ دقیقې  د یو نامعلوم لامل له امله اورلګېدنه رامنځته شوه  له امله ۱۰ تنه اوسیدونکي مړه او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي."

د بوسنیا د فدرالي ټلویزیون د راپور له مخې، اور په یو ساعت کې تر کنټرول لاندې راوستل شو. د اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

د توزلا د پوهنتون د کلینیکي مرکز ویاندې، ارسیجا اسریک موجیدینوویچ، رسنیو  ته ویلي چې د کاربن مونو اکساید د زهري کیدو له امله ګڼشمیر کسان مسموم شوي وو چې په روغتون کې درملنه دوام لري.

اغلې موجیدینوویچ زیاته کړه: "درې ناروغان د کاربن مونو اکساید د مسمومیت له امله د داخلي ناروغیو په کلینیک کې بستر دي، دوه یې د جدي پاملرنې په څانګه کې دي، او یو یې اوسمهال د داخلې په کلینیک کې تر درملنې لاندې دی."

د فدرالي ټلویزیون د راپور له مخې، لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان شوي، او درې تنه لا هم د جدي پاملرنې په څانګه کې دي.

چارواکو د اورلګېدنې د لامل په اړه پلټنې پیل کړي، په داسې حال کې چې بیړنۍ ډلې او اور وژونکي لا هم د پیښې په ځای کې دي.