نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
چین له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې په هرمز تنګي کې په کښتیو 'سمدلاسه' بریدونه ودروي
چین په هرمز تنګي کې د ارامۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د سیمه ‌ییز امنیت او ثبات ساتل د نړیوالې ټولنې په ګټه دي.
چین له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې په هرمز تنګي کې په کښتیو 'سمدلاسه' بریدونه ودروي
چین له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې په هرمز تنګي کې په کښتیو 'سمدلاسه' بریدونه ودروي / Reuters

د چین د بهرنیو چارو وزارت د هرمز تنګي کې د ارامۍ او ثبات غوښتنه کړې ترڅو د انرژۍ سوداګرۍ خوندي شي او د تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

چین په هرمز تنګي کې د ارامۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د سیمه ‌ییز امنیت او ثبات ساتل د نړیوالې ټولنې په ګټه دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکون د پنجشنبې په ورځ په بیجینګ کې په یوه عادي خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل: «د سیمې د انرژۍ سوداګري او شاوخوا سیمې خوندي او باثباته ساتل د نړیوالې ټولنې ګډې ګټې پوره کوي.»

هغه له ټولو اړخونو وغوښتل چې سمدستي پوځي عملیات ودروي، د شخړې د پراختیا مخه ونیسي، او د سیمې ګډوډي دې د نړیوال اقتصادي وده اغېزمنه نه کړي.

کله چې وپوښتل شول چې ایا بیجینګ ایران ته استخباراتي ملاتړ چمتو کوي، ګو وویل: «د چین دریځ تل واضح دی» او د پوځي کړنو د درولو لپاره یې د هیواد غوښتنه بیا تکرار کړه.

بیجینګ او تهران د ۲۰۲۱ کال راهیسې د ۲۵ کلنې پراخې ستراتیژیکې همکارۍ تړون ساتي، چې له مخې یې چین د ایران د تیلو د دوامداره تخفیف په بدل کې د انرژۍ، زیربناوو او نورو سکتورونو کې د ۴۰۰ ملیارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده.

د جګړې مخکې، چین د ایران د تېلو شاوخوا ۸۰ سلنه صادارات اخستل، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱.۳۸ میلیونه بیرله په ورځ کې کېده، چې د چین د سمندري خامو تېلو نږدې ۱۳ سلنه جوړوي.

د هرمز د بندېدو له امله د تېلو بیې لوړې شوې

د منځني ختیځ کړکېچ له فبرورۍ ۲۸مې راهیسې په چټکۍ سره زیات شوی دی، کله چې اسرائيلو او امریکا په ګډه پر ایران بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول، په شمول د ایران لوړپوړي مشر علي خامنه‌اي او د ۱۵۰ څخه زیاتې د ښوونځي نجونې.

ایران په ځواب کې په اسرائيل، اردن، عراق او نورو خلیجي هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو پر ځایونو بې پیلوټه الوتکې او د توغنديو بریونه وکړل.

ایران د مارچ په لومړۍ نیټه د هرمز تنګی هم په مؤثره توګه وتړلو، چې یوه مهمه بار وړونکې لاره ده چې هره ورځ شاوخوا ۲۰ ملیون بیرل تیل او د نړۍ د مایع طبیعي ګازو سوداګرۍ شاوخوا ۲۰ سلنه اداره کوي.

د بندېدو له امله د تېلو بیې تر ۱۲۰ ډالرو په هر بیرل رسیدلې.

د بندیدو د مخنیوي په هڅه کې، متحده ایالاتو څرګنده کړه چې دوی ستراتیژیکې لارې ته نږدې د ایران ډیری سمندري کښتۍ په نښه کړې او ویجاړې کړې، په شمول د لږترلږه ۱۶ ماین ایښودونکو کښتیو.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"