د افغانستان په ختیځ کې ننګرهار ولایت یو ځل بیا یوې زورورې زلزلې ولړزو.

د امریکا د جیولوژیکي سروې له مخې، د جلال اباد ښار ته نږدې د ځمکې په ۱۰ کیلومترۍ کې  د ریښتر په کچه د ۴.۹ درجې په شدت سره زلزله شوې.

افغانستان زلزله / Reuters

د افغانستان په ختیځ کې ننګرهار ولایت یو ځل بیا یوې زورورې زلزلې ولړزو.

د امریکا د جیولوژیکي سروې له مخې، د جلال اباد ښار ته نږدې د ځمکې په ۱۰ کیلومترۍ کې  د ریښتر په کچه د ۴.۹ درجې په شدت سره زلزله شوې.

د سه‌شنبې په ورځ د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې يوې ۴.۹ درجې زلزلې ځينې کورونه زيانمن کړل.

د ننګرهار ولایت  د رسنيو دفتر ويلي چې زلزله د ننګرهار ولایت د دره نور په ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې په نتیجه کې ځینې کورونه نړیدلي دي.

ویل کیږي زلزله په ځايي وخت د مازیګر په ۳ بجو او ۲۰ دقیقو رامنخته شوې ده .

ویل کیږي تر اوسه پورې د ۱۵ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. ټپیان د دره نور ولسوالۍ روغتون ته انتقال شوي دي.

د امريکا د جيولوژيکي سروې ادارې  له مخې، دغه ټکان د ماسپښين په ۳:۲۰ بجو شوی او د زلزلې ټکانونه د جلال آباد ترڅنګ  په پلازمېنه کابل او شاوخوا سيمو کې هم حس شوی دی.

د زلزلې مرکز د جلال اباد ښار ته نږدې، د ځمکې په ۱۰ کيلومترۍ (۶.۲ ميله) ژوروالي کې ښودل شوی دی.

د ویلو ده چې لنډه موده مخکې هم د افغانستان په ختیځ کې  د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ کې رامنځته شوې زلزلې په زرګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.