نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ ایران ته د سولې د هوکړې یو اصلاح شوی متن چې سخت شرایط لري، لېږلی دی
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د سولې د یو وړاندیز شوي چوکاټ اصلاح شوې نسخه لېږلې چې سخت شرایط پکې شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو هڅې روانې دي.
ټرمپ ایران ته د سولې د هوکړې یو اصلاح شوی متن چې سخت شرایط لري، لېږلی دی
ټرمپ

د نیویارک ټایمز په یو راپور کې د چارواکو له قوله ویل شوي چې ټرمپ د هغو مادو په اړه اندېښنه ښودلې چې پکې د ایران د کنګل شویو شتمنیو خلاصول شامل دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د سولې د یو وړاندیز شوي چوکاټ اصلاح شوې نسخه لېږلې چې سخت شرایط پکې شامل دي. دا په داسې حال کې ده چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو هڅې روانې دي.

یادې ورځپاڼې د شنبې په ورځ د دریو باخبره چارواکو له قوله لیکلي چې ټرمپ د هوکړې د مسودې په ځینو برخو کې بدلونونه راوستي او د غور لپاره یې بېرته تهران ته استولې ده. په راپور کې په متن کې د شويو دقیقو بدلونونو یادونه نه ده شوې.

چارواکو ویلي چې ټرمپ د هغو مادو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې کېدای شي د ایران د شتمنیو د خلاصون (له کنګل حالت څخه د ایستلو) سبب شي؛ دا هغه موضوع ده چې ده مخکې هم د پخواني ولسمشر بارک اوباما په دوره کې د ۲۰۱۵ کال پر اټومي تړون ورباندې نیوکه کړې وه.

راپور دا هم ویلي چې ټرمپ د امریکا وړاندیزونو ته د ایران د غبرګون د ورو سرعت له امله ناهیلی شوی دی. دا خبرې اترې د پاکستاني چارواکو په ګډون د ځینو منځګړو له لارې ترسره کېږي.

د فشار زیاتول
یو چارواکي ورځپاڼې ته ویلي چې د اصلاح شوي وړاندیز موخه پر تهران باندې د فشار زیاتول او د هغه چوکاټ منلو ته هڅول دي چې لا دمخه د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه يي ته د تایید لپاره سپارل شوی دی.

خو په راپور کې یادونه شوې چې د ایران له لوړپوړې رهبرۍ سره اړیکه ستونزمنه ثابته شوې ده، چې دا کار د لا ډېر ځنډ احتمال زیاتوي که چیرې په دغه سند کې (چې د تفاهم یادښت بلل شوی) نور بدلونونه هم راشي.

راپور زیاتوي چې نورې جنجالي موضوعګانې، په شمول د ایران د اټومي پروګرام راتلونکی، به د خبرو اترو په راتلونکو پړاوونو کې وڅېړل شي.

ټرمپ د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ په ځانګړې خونه کې له خپلو لوړپوړو سلاکارانو سره دوه ساعته ناسته وکړه ترڅو د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړي، خو له دغو خبرو وروسته کومه عامه اعلامیه خپره نه شوه.

 

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ