افغانستان
5 د لوستلو دقیقې
د پاکستان او افغانستان په نوو سرحدي نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي
د پولې د دواړو غاړو چارواکو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ په تازه سرحدي نښتو کې لسګونه سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي، په داسې حال کې چې دغه نښتې خپلې دویمې اوونۍ ته داخلې شوې دي.
د پاکستان او افغانستان په نوو سرحدي نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي
د پاکستان او افغانستان په نوو سرحدي نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي / Reuters

د پاکستان او افغانستان په نوو سرحدي نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي

د پولې د دواړو غاړو چارواکو ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ په تازه سرحدي نښتو کې لسګونه سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي، په داسې حال کې چې دغه نښتې خپلې دویمې اوونۍ ته داخلې شوې دي.

د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو، چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د پلازمېنې کابل په ګډون په څو ولایتونو هوايي بریدونه او چاودنې وشوې او پړه یې پر پاکستان واچول شوه.

په کابل کې د طالبانو حکومت د غچ اخیستنې په موخه د خپل جنوبي پولې په اوږدو کې بریدونه پیل کړل، چې وروسته نښتې زیاتې شوې.

اسلام اباد پر افغانستان تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په مشرۍ وسله والو ډلو ته یې پر خپله خاوره پناه ورکړې، خو کابل دا ادعا ردوي.

په وروستي تاوتریخوالي کې، د پاکستان پوځ افغان طالبان تورن کړل چې په سوېل لوېدیځ او شمال لوېدیځ کې یې پر دوو لویو سرحدي پوستو بریدونه کړي دي.

پوځ ویلي چې دواړه بریدونه یې په شا تمبولي او د چهارشنبې په سهار د کندهار ولایت په سپین بولدک کې د پولې هغې غاړې ته په ترسره شویو بریدونو کې شاوخوا ۲۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي: "له بده مرغه دا برید د سیمې له هغو کلیو څخه تنظیم شوی و چې د پولې پر کرښه وېشل شوي دي، او د ملکي وګړو ژوند ته یې هېڅ پام نه و کړی."

دغه راز یې ویلي، چې ګومان کېږي د پاکستان په شمال لوېدیځه پوله د شپې په نښتو کې شاوخوا ۳۰ نور کسان هم وژل شوي وي.

افغان طالبانو ویلي چې سپین بولدک ته نږدې په نښتو کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي، او زیاته کړې یې ده چې د دوی "دوه یا درې" جنګیالي هم وژل شوي دي.

په سپین بولدک سیمه کې د اطلاعاتو ریاست یوه افغان ویاند، علي محمد حقمل وویل، ملکي وګړي د هاوان په ډزو کې وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پاکستاني ځواکونه تورن کړل چې په دې ولسوالۍ کې یې "یو ځل بیا" "په سپکو او درنو وسلو" بریدونه کړي دي.

مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې ۱۰۰ ملکي وګړي هم ټپیان شوي او زیاته کړې یې ده چې وروسته له هغه چې پاکستاني سرتېري ووژل شول او پوستې او وسلې یې ونیول شوې، سیمې ته ارامي راغلې ده.

د پاکستان پوځ دا څرګندونې "بې بنسټه او ښکاره درواغ" وبلل.

پاکستان په وروستیو نښتو کې د خپلو تلفاتو شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو تېره اوونۍ یې ویلي وو چې په لومړنیو نښتو کې یې ۲۳ سرتېري وژل شوي دي.

- په بریدونو کې زیاتوالی -

د سپین بولدک یوه اوسېدونکي، صدیق، چې یوازې خپل لومړی نوم یې یاد کړ، وویل چې جګړه د سهار شاوخوا ۴:۰۰ بجې  پیل شوه.

هغه رسنیو ته وویل: "پر کورونو ډزې وشوې، زما د تره د زوی پر کور هم، چې له امله یې زوی او مېرمن یې ووژل شول او څلور نور ماشومان یې ټپیان شول."

د اژانس فرانس پرس  یوه خبریال راپور ورکړی چې په سیمه کې ټول کاروبارونه تړل شوي او ډیری اوسېدونکي له سیمې تښتېدلي دي.

د پولې پاکستانۍ غاړې، چمن کې، یوه اوسېدونکي د سهار وختي نښتې "بشپړه ګډوډي" وبلله.

۵۱ کلن راز محمد AFP ته د ټیلیفون له لارې وویل: "زموږ ماشومان او ښځې وېرېدلي وو او چیغې یې وهلې... موږ نه پوهېدو چې څه روان دي."

د پولې له نښتو پرته په یوه بله پېښه کې، د پاکستان په شمال لوېدیځ خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور کې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي وویل چې پر یوې امنیتي پوستې په برید کې اووه سرحدي سرتېري وژل شوي دي.

د دې برید پړه نوې جوړې شوې وسله والې ډلې "اتحاد المجاهدین" پر غاړه اخیستې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف تېره اوونۍ پارلمان ته ویلي وو چې د افغان طالبانو د قانع کولو لپاره څو ځله هڅې شوي ترڅو د TTP ملاتړ ودروي، خو دا هڅې ناکامې شوې دي.

اسلام اباد پر TTP تور لګوي - چې په افغانستان کې یې پوځي روزنه لیدلې او ادعا کوي چې هلته له طالبانو سره ګډه ایډیالوژي لري - چې په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یې په سلګونو پاکستاني سرتېري وژلي دي.

تېره اوونۍ په افغانستان کې چاودنې په داسې حال کې وشوې چې د طالبانو لوړپوړی دیپلومات د پاکستان سرسخت سیال، هند ته په بې ساري سفر تللی و. تر اوسه د دې چاودنو پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

نښتې د شنبې په ماښام هغه مهال پیل شوې کله چې کابل د پولې په اوږدو کې په لږ تر لږه پنځو ولایتونو کې عملیات پیل کړل.

د طالبانو حکومت ویلي چې "پر کابل د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو په غچ کې" یې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو برید کړی دی.

وروسته اسلام اباد د یکشنبې په ورځ د سخت ځواب ژمنه وکړه، او د دواړو خواوو ترمنځ د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شول.

 

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.